چین له افغانستان سره د ګوادر بندر له لارې سوداګري پیل کړه

پاکستان کې د چین سفارت لیکلي، چې د ګوادر بندر له لارې یې افغانستان ته د صادراتو لومړۍ جوپه یا محموله ورسېده.

د چین سفارت ویلي چې د دوی یوه سوداګریزه بېړۍ د بلوچستان ګوادر بندر ته رسېدلې او له هغه ځایه به د چمن بندر له لارې توکي افغانستان ته په بار وړونکو موټرو کې ورسول شي.

ګوادر بندر د پاکستان او چین په ګډه پانګونه جوړ شوی، چې چین پکې د افغانستان د شاملولو هڅې پیل کړي دي.