چین له افغانستان سره سټلایټ ته د دوهمې سپوږمکۍ په لیږلو کې مرسته کوي

ژباړه/ هدایت شاه ( هدایت)

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چین هڅه کوي، د افغان سټ ۲ په نوم یو بل سټلایټ هم فضا ته ولیږدوي.

د مالوماتي ټکنالوژۍ سر پرست وزیر سید احمد شاه سادات کابل کې د یو کنفرانس پر مهال ویلي له چین سره دغه تړون لاسلیک شوی او نږدې راتلونکي کې به د افغان سټ۲ په نوم یوه بله سپوږمکۍ هم فضا ته ولیږدول شي.

د افغانستان لومړی سټلایټ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د افغان سټ ۱ په نوم فضا کې ځای پر ځای شوې وه.

چارواکو ویلي، دغه سټلایت د نشراتي کارونو په موخه لیږدول شوی وو، او نوی لیږدېدونکی سټلایټ به هم ورته کړنې ترسره کړي

فضا ته پخوانی لیږدول شوی افغان سټ ۱ سټلایټ دا وړتیا لري، چې منځني اسیا، منځنی ختیځ او ځنیو نورو سیمو ته افغاني خپرونې ورسوي.

دغه سټلایټ په یادو سیمو کې مخابراتي شبکو لپاره هم زمینه سازي کړې او هلته یې د ټلیفوني خدماتو چاره اسانه کړې