د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ یوه خبري کنفرانس ته وويل، چې په قطر کې د طالبانو استازي عبدالغني برادر او یو شمېر نور همکاران يې په دې وروستيو کې چين ته تللي او له چینایي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د چين چارواکو له دوی سره ولیدل او د افغان سولې د پروسې او د ترورېزم پر ضد مسایلو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.
پهدې اړه راپور نه دی ورکړل شوی، چې د چین له لوري چا له دوی سره خبرې وکړې.
چین د پاکستان ملګری هېواد دی او له کابل سره يې هم اقتصادي او سیاسي اړيکې زياتې کړې دي او غواړي د دغو ګاونډيو ترمنځ د وضعیت عادي کولو لپاره خپل نفوذ وکاروي.