چین وایي، امریکا او طالبان دې بیا مذاکرات پیل کړي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته چینایي چارواکو ویلي چې پیکنګ هیله من دی چې دغه دواړه لوري بیا مذاکراتو ته دوام ورکړي. او دوی په دې برخه کې رغنده رول لوبولو ته چمتو دي.

دغه څرګندوني د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند شووانګ اسوشېټډ پرېس خبرې اژانس ته کړي هغه ویلي پیکنګ مصالحې او ثبات ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې دبین الافغاني خبرو ملاتړ کوي.

چینايي چارواکي داسې مهال د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بېرته پیلېدو غوښتنه کوي چې د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یو نهه کسیز پلاوی چین ته په سفر تللی. طالبانو هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې چین کولی شي د سولې خبرو بیا پیلولو کې مرسته وکړي.