‏چین پاکستان ته ۱،۳ میلیارده ډالر نوې قرضه ورکوي

رسنيو د پاکستاني چارواکو له قوله ليکلي، چې دا نوی پور به په دریو قسطونو کې دې هیواد ته ورکړل شي او زیاتوي چې اول قسط یې د پاکستان مرکزي بانک ته سپارل شوی دی.
‏تر دې مخکې هم پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې زیاتولو په خاطر له چین څخه ۷۰۰ میلیونه ډالر قرض ترلاسه کړی و.