د چین روغتیايي چارواکو د دوشنبې په ورځ د سارس ویروس له امله، چې تر اوسه ۱۴۰ تنه پرې اخته شوي د دریو تنو د مړه کېدو خبر ورکړ.
دغه کسان د چین په واهان سیمه کې پر دغه ویروس اخته شوي، او په یو سیمه ایز روغتون کې بستر دي.
تر دې وړاندې د واهان په مرکزي ولایت کې د کورون په نوم یو بل ویروس هم کشف شوی وو، چې لسګونه خلک ترې اغیز من شوي وو.