په دغه هېواد کې لومړۍ پېښه د ۲۰۲۰ کال اولې میاشتې په ۲۰مه نېټه اوهان کې ثبت شوه، چې اوس یې د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره ګڼ شمېر کسان مړه کړي دي.
چین کې د کرونا ویروس له کبله تر اوسه ټولټال ۱۵۲۷ کسان مړه شوي او شاوخوا ۶۶ نیم زره نور پرې اخته دي.
د چین روغتیا پالان وایي، پر کرونا وژونکي ویروس د اخته کسانو له ډلې د ۱۱ نیم زرو کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دوی همدا راز زیاتوي، ۸۳۶۲ کسان چې، د یاد ویروس پر ناروغۍ اخته وو، ژغورل شوي دي.
له چین پرته د امریکا او هند په شمول د نړۍ ۲۸ نورو هېوادونو کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي او ګڼې اندېښنې یې راپورته کړي دي.