چین کې «۱۰۳» کلنه ښځه هم له کرونا څخه روغه شوې

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په نړۍ کې هلې ځلې پېل شوي، ددې پراخ خپریدل په خلکو کې د ویرې لامل ګرځېدلي، خو پوهان څرګندونه کوي چې له دغه ویروس څخه مبارزه کول په کار دي او روغېدل ترې کوم ستونزمن کار نه دی.

د چین په ووهان ښار کې یوه «۱۰۳» کلنه زړه ښځه وروسته له هغې چې پر کرونا ویروس اخته شوې وه له شپږ ورځني درملنې وروسته روغه شوې ده.

چینایي ډاکټرانو دغه پېښه ثبت کړې او د یادې زړې ښځې روغتیا یې هم لمانځلې ده.

د جرمني «فوکوس» ژورنال د هغه ډاکټر چې د یادې ښځې درملنه یې کړې، له خولې وايي، دغه ښځه پر کرونا د اخته کسانو په لیست کې تر ټولو زیات عمر لري، د نوموړي په وینا دغه میرمن داسې مهال له کرونا څخه روغه شوه چې بله کومه ژوره ناروغي یې نه درلوده.

ډاکټر زیاتوي، که څه هم ناروغ د اوږدې مودې د مرۍ له انفیکشن سره مخ و، خو د زیات عمر په پرتله یې روغتیایي حالت ښه و.

د راپور په وینا، په لومړي کې د ناروغ حالت تر دې اندازې ګواښوونکی و چې نه یي شو کولای د معالجې کارمندانو سره خبرې وکړي، خو اوس یې روغتیایي وضعیت غوره شوی دی.

باید وویل شي چې کرونا ویروس په ټولیز ډول ډیر خپریدونکی خو لږ وژونکی دی، پوهان وایي هر هغه کسان چې د زړه ناروغي، شکر او فشار ولري زیات یې له کرونا ناروغۍ څخه مړه کیږي.

د تازه شمېرو له مخې اوسمهال په نړۍ کې پر کرونا وبا «۱۶۹۶۱۰» کسان اخته شوي، چې له جملې یې «۷۷۷۷۶» ناروغان بیرته ښه شوي او «۶۵۱۵» ناروغان مړه شوي دي.