چېرته چې کار کوئ، دغه ټکي په پام کې ونیسئ

لیکوال: عبدالرقیب سایل

 

آیا کله د کار په ځای کې له ادارې یا کاري ستونزې سره مخامخ شوي یاست چې له امله مو دنده پرېښې وي، یا یې له کبله زوريږئ او هلته نور کار کول خوند نه در کوي؟

دا حالت سخت دی. چېرته چې کار کوئ، هلته یو ښه چاپیریال ته اړتیا لرئ ترڅو ښه کار وکړئ. هېڅ انسان ته د په ستونزمن حالت کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي او ذهن یې هم نه مني چې د کار پر مهال له کومې ستونزې وکړیږي.

کار کول سکون غواړي. د کار لپاره داسې یوه فضا اړینه ده چې انسان په کې د آرامۍ سربیره د خوشاله اوسېدو احساس کوي. انساني فکر او ذهن تل کړکچن کاري چاپیریال نه شي زغملی چې هره ورځ یې په مخکې په یو نا یو ډول متفاوتې ستونزې جوړیږي او کارمندان د کار کولو پر ځای له یو بل سره په شخړو اخته وي.

که کله مو په کاري چاپیریال کې کوچنۍ ستونزه هم راولاړیږي، جدي یې نیسئ، بلا پسې کوئ یې مه ځکه وړې خبرې درته غټېدلی شي او بلاخره په مستقیم ډول مو شخصت ته یو وخت زیان اړوي.

په کار ځایونو او ادارو کې کله ـ کله جنجال حتمي دی ځکه دا معمول ده چې مختلف افکار او نظرونه تل د اختلاف راپیدا کېدو سبب ګرځي. سیال همکاران یو بل په دې ډول غواړي وځپي ترڅو عهدي خوشاله شي او مقابل لوری کم ووینئ یایې احساس کړي.

دا باید له یاده ونه باسو چې سل په سله په ادارو کې منفي فکره خلک زیات دي، بلکې ښه ملګري او همکاران هم بیخي ډير دي چې د ټولو همکارانو په درد او خوښۍ ی یو ډول غمجن او خوشاله کېږي.

 

د همکارانو راز وساتئ:

د کار پر مهال همکاران غواړي چې یو بل سره د ادارې یا د کاري ځای، همکارانو او حتی د رییس په اړه یو بل سره کله مثبتې خبرې وکړې او کله ډيرې سختې یا منفې خبرې هم چې هېڅ همکار ته په کار نه ده چې له هماغې شېبې وروسته منفي خبرې بل ځای چېرته وکړي ځکه دا کار د همکارانو ترمنځ بدبیني را ولاړولی شي او د بې باوریو سبب ګرځي.

 

 

کمزوري همکار ته زړه ورکړئ:

هېڅکله د ډله ییز کار پر مهال کمزوري همکاران له یاده مه وباسئ چې هغوی نه پوهیږي بلکې فکر وکړئ چې هغوی ممکن یو وخت له تاسو هم ډير کار وکړي. په کارونو کې ورسره بشپړه مشوره وکړئ، نظر یې واخلئ او مهم مسوولیت ور وسپارئ ترڅو ډاډمن شي چې څومره ښه ملګري/ همکاران لري؛ البته دا د هغه خوشبختي نه ده، دا د انساني ځانګړنې یو اصل دی چې ټول مجبور یو ترڅو هر انسان ته پوره ارزښت ورکړو.

 

 

اداري تشکیل ومنئ او قدر یې وکړئ:

چېرته چې کار کېږي هلته به ضرور یو رییس، یو مامور او بل ښايي کومه بله مهمه دنده لري خو ټول باید دا ومنو؛ یعنې هېڅ امکان نه لري چې ټول دې رییسان وو یا دې ټول مامورین وو. بل خوا یو او بل ته احترام لرل، متقابل عمل دی خو د موقف لرل زغمل هم بې ګټې نه دی، کله ـ کله یو چاته مهم مسوولیت راجع کېږي نو په کار ده چې د خپل اړوند مسوولیت مسوول وه اوسي نه د نورو.

 

د چا په کار کې کار مه لرئ:

دا ټکی په دې مانا نه دی چې هېڅوک د چا په کار کې کار نه لري بلکې څوک چې چاته مسوول دي، هغوی باید خپل مسوول ته ځواب ووایي او په کار کې یې کار لرل کومه د عیب خبره نه ده؛ ښايي غوره سپارښتنې ورته ولري او یا ممکن ګټوره نوې لاره ورته ور وښيي مګر په ادارو کې داسې خلک هم کم نه دي چې د خلکو په کار کې به کار لري. دغه خلک که د هرې موخې له امله دا کار کوي خو خپله او د نورو دندې باید درک کړي کنه کاري فضا خرابولی شي.

 

هر کارکونکی باید خپله پړه ومني:

کله چې ستونزه راولاړیږي نو همکاران دې خپله پړه پر یو او بل نه ور اچوي چې هغه مسوول دی، دی مسوول و او یا د ټولو بې غوري ده. که احیایاً له چا تېروتنه کېږي نو تېروتنه خو کفر نه دی، هر انسان تېروځي. په ښکاره ووایئ چې ددې لامل له مخې تاسو تېروتي یاست. که د خپلې تېروتنې پړه پر نورو ور اچوئ نو وپوهیږئ چې یو ورځ به پر تاسو رییس پوه شي او خپله دنده به د تل لپاره له لاسه ورکړئ. وايي، راست اوسئ په لویه لار ملاست اوسئ. یعنې که رښتیني وئ نو له هېڅ ستونزې سره به مخامخ نه شئ، که دروغ وايي او د نورو د تېر اېستو هڅه کوئ نو ژر به تاسو ثابت شئ او هر څه به له لاسه ورکړئ.

 

ټولې توطیې مړې کړئ:

نه یوازې دا چې په ادارو کې د همکارانو ترمنځ یو وبل ته توطیې جوړې شي بلکې د دوی ترمنځ او له بیرون څخه هر ډول توطیې باید مړې شي. هېچاته دې اجازه مه ورکوئ چې ستاسو همکار له کومې ستونزې سره مخامخ کړي، پر وړاندې یې جدي ودریږئ او په حقه یې ملاتړ وکړئ ترڅو بیا څوک هڅه ونه کړي چې ستاسو همکارانو او ستاسو اړوندې ادارې ته توطیه جوړه کړي. هر انسان ښېګڼې او بدګڼې لري. عدت وګرځوئ چې تل د ښېګڼو ملګري شئ او د بدګڼو په اړه هم له ملګرو سره ډير صمیمي چلند وکړئ ترڅو هغه ملګری مو په دې باید وپوهیږي چې تاسو یې د اصلاح لپاره نظر ورکوئ او دفاع یې کوئ.