ډاکټرانو د يو ماشوم له زړه د بادي ټوپک ساچمه ( مرمۍ) ووېسته

د ننګرهار سيمه ایز تخصصي روغتون کې د بریالي عملیات په وسیله د یو تنکي ماشوم له زړه د بادي ټوپک ساچمه (مرمۍ) ووېستل شوه. روغتون کې د جراحي څانګې مشر او د همدې ماشوم عمليات کوونکى پروفيسور ډاکټر شېرحسن لقماني وايي، ناروغ تېره شپه روغتون ته مراجعه کړي وه د تشخيص او معايناتو وروسته يې د عمليات پلان ونيول شو، د ناروغ زړه کې بنده ساچمه ووېستل شوه او له یاد عملیات وروسته ناروغ رک روغ کور ته رخصت شو. د لقماني په وينا له دې وړاندې يې هم ورته څو عملياتونه د ننګرهار عامې روغتيا روغتون کې په بريالي توګه کړي دي.