ډاکټر نجیب ورور صدیق الله راهي: افغانستان کې ملي یو والې ته اړتیا ده

د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب ورور صدیق الله راهي وايي، چې افغانستان کې خپلمنځي اختلافات ډېر شوي، چې پر ځای یې ملي یووالي ته اړتیا ده، څو افغان ولس له روانو کړکیچونو خلاص شي.

نوموړي چې په خوست کې یې د ځوانانو یوې غونډې ته وینا کوله وویل، که څوک ترې غوښتنه وکړي چمتو دی، چې په یاده برخه کې د ځوانانو سره اوږه په اوږه خپلې ګټورې تجربې او افکار شریک کړي.