ډونالډ ټرمپ د امریکا ۴۵ ولسمشر وټاکل شو

بلاخره له اوږدې مبارزې وروسته جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ خپلې سیالې ډیموکراټې کاندیدې هیلري کلینټن ته ماته ورکړه او د امریکا ولسمشر وټاکل شو.

په ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره پراخه بلل شوې ده. د ټرمپ د ګټلو امکان هغه وخت زیات شو چې د اوهایو، فلوریدا او شمالي کارولاینا په څېر یې په اوښتونکو ایالتونو کې ډېرې رایې وګټلې.

له ټاکنو په وړاندینیو سرویوګانو کې به هر ځل هیلري کلینټن تر ډونالډ ټرمپ وړاندې وه، چې د امریکا ولسمشره به شي، خو دې ټاکنو هر څه بدل کړل.

د ټرمپ پلویان دي، چې وروسته د خپل مشر له بریالي کیدو خوښي او میلې کوي.
د ټرمپ پلویان دي، چې وروسته د خپل مشر له بریالي کیدو خوښي او میلې کوي.

د جمهوريپال ګوند ۷۰ کلن نوماند ډونلډ ټرمپ په میلیاردر سوداګر مشهور دی. هغه وخت یې خلک حیران کړل چې په ګوندي ټاکنو کې یې د خپل ګوند نور سیالان مات کړل.

ښاغلی ټرمپ د نیویارک د ملکیتونو یو شتمن سوداګر، فرېډ ټرمپ، څلورم اولاد دی.

ټرمپ درې ځله واده کړی، خو تر ټولو مشهوره ښځه يې لومړۍ مېرمن ایوانا زیلنیکووا، وه چې د چک هېواد یوه ورزشکاره او ماډله وه.

د ټرمپ بریالي کیدو په اړه د نړۍ اکثرو هیوادونو مشرانو هغه ته د مبارکۍ پیغامونه لیږلي، چې په لړ کې یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې ده.