د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې وخت یې رارسیدلی تر څو هغه هیوادونه چې د ترهګرو ملاتړ کوي او مرستې ورته برابرواي افشا او ګرم وګڼل شي.
نوموړي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ غونډې ته یې خبرې کولې ویلي دي چې په افغانستان کې به نور د امریکایي ځواکونو له خوا د پوځي عملیاتو وخت او ساحه د امریکا د امنیتي ګټو پر اساس ټاکل کیږي او د سیاستوالو د مهالویش له مخې به نه ټاکل کیږي.
ټرمپ د شمالي کوریا په اړه ویلي دي چې که ملګري ملتونه د یاد هیواد له دښمنۍ ډکو کړنو په مخنیوي کې پاتې راشي نو امریکا به مجبوره شي چې یاد هیواد په بشپړه توګه له مینځه یوسي.
نوموړي د ایران سره د اټومي موافقې په اړه توندې نیوکې وکړې او ویې ویل چې کیدای شي امریکا له یاد تړون څخه ووځي.