دوشنبه , 29 اپریل 2024

ډونالډ ټرمپ وایي حسن روحاني سره ګوري

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي شونې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره مخامخ وګوري.

ټرمپ  دا څرګندونې په پاریس کې د نړۍ د ۷ لویو اقتصادي هېوادونو د سرمشریزې په څنګ کې په یوه خبري ناسته کې وکړې.

نوموړي خبریالانو ته وویل، حسن روحاني ډېر نه پېژني، خو په دې باوري دی چې ایرانیان غواړي له امریکا سره خبرو ته کېني او روان وضعیت ته یو مناسب حل ولټول شي.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون هم وویل، غواړي چې د ایران او د امریکا ترمنځ روان تاوجن وضعیت ختم شي او په همدې موخه یې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاریس ته د خبرو لپاره ور بللې و.

ښاغلي ظریف پرون په داسې حال کې پاریس ته ناڅاپي سفر وکړ چې د دې هېواد په بیاریتز سیمه کې د جې ۷ هېوادونو د مشرانو غونډه هم روانه ده.

د دوشنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ اتومي تړون یوه تېروتنه وه چې باید نه وای تکرار شوې.

نوموړي وویل، د امریکا د بندیزیونو له کبله د ایران اقتصاد تر سخت فشار لاندې دی او تهران غواړي چې ژر تر ژره دا ستونزه حل شي.