ډونالډ ټرمپ په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی

په لومړي ځل د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پنجشنبه ماسخوتن ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر کابل ته رسېدلی او د بګرام هوايي ډګر کې یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، ټرمپ بګرام کې شاوخوا دوه ساعته تېر کړي او هلته یې مېشتو امریکایي پوځيانو ته وینا کړې او تر څنګ یې د (شکرانې) په نوم مذهبي مراسمو کې ګډون هم کړی دی.

ټرمپ امریکایي پوځيانو ته وینا کې ټینګار کړی، چې افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي، خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې څومره پوځیان به کموي او څه وخت.

نوموړي خپلو خبرو کې ویلي، چې طالبان غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي او وبه ګوري چې کومې هوکړې ته سره رسېدلی شو او کنه، د ده په خبره که کومه هوکړه ونشي، نو ستونزه نشته.

همدا رنګه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبر پاڼه کې ویلي، ولشمشر غني او ټرمپ ټینګار کړی، چې که طالبان رښتیا هم د سولې هوکړې ته ژمن دي نو لومړی باید اوربند وکړي.

دوی دواړو همدا راز ویلي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره اړینه ده چې له دې هېواده بهر هم د ترهګرو ځالې له منځه یوړل شوي.

د امریکا ولسمشر داسې مهال افغانستان ته ناڅاپي سفر کوي چې په تېره سپتمبر میاشت کې یې له طالبانو سره د سولې روانې خبرې هم په یو ناڅاپي توګه ودرولې.