ډونلډ ټرمپ ایران، سوریې او روسیې ته نوی خبرداری ورکړی

د امریکا ولسمشر ټرمپ په تازه ټویټونو کې یاد هېوادونه په سوریه کې پر عام وژنې تورن کړي او خبرداری یې ورکړی، چې که له دغو کړنو لاس وانخلي، نو پر وړاندې به یې سخت اقدامات وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تازه ټویټونو کې ویلي ایران، سوریې او روسیې د سوریې په ځينو ښارونو کې د عامو وګړو وژنې ته ادامه ورکړې ده.

د ده په خبره، چې یاد هېوادونه باید ژر تر ژره په سوریه له عام وژنې لاس پر سر شي.

ټرمپ ویلي، که یاد هېوادونه د خلکو له وژلو او خونړیو هوايي بریدونو لاس وانخلي، نو پر وړاندې به یې سخت اقدامات پورته کړي.

نوموړي په دې برخه کې بیا ترکیه مثبته یاده کړې، او ویلي یي دي، چې ترکیه د جګړې په درولو او د عاموژنې په مخنیوي کې هڅه کوي، خو نورو اړخونو ته هم په کار ده، چې نور له ورانیو لاس واخلي او عاموژنې ته د پای ټکی کیږدي.