ډونلډ ټرمپ له هند سره پوځي برخه کې تړون وکړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په سهار هندوستان ته ولاړ، نوموړی به هند کې د مهمو خبرو لپاره پاتې شي. ډونلډ ټرمپ په خپلو خبرو کې د مودي ستاینه وکړه او هم یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوځي او نورو برخو کې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په سهار هندوستان ته له رسېدو وروسته په حېدر اباد ښار کې یوې سترې غونډې ته وېنا وکړه. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ډونلډ ټرمپ ته د ښه راغلاست پرمهال هغه ته د خپل ملګري، د هندوستان د ملګري او ورور خطاب وکړ، مودي وویل. (( زما ملګری، د هندوستان ملګری او زما ورور د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا هندوستان ته د راتګ هرکلی وایم)). د مودي له ښه راغلاست وروسته د امریکا ولسمشر د وېنا پرمهال د نرېندرا مودي ستاینه وکړه، هغه وویل چې زه، امریکا او امریکایان له هندوستان سره مینه لري او د هندوستان احترام کوي. (( زه، امریکایان او ټوله امریکا له هندوستان سره مینه لرو او د هندوستان احترام کوو)). له دې وروسته ډونلډ ټرمپ له هندوستان سره د اړیکو او پوځي برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو خبر ورکړ. ډونلډ ټرمپ وویل، چې د هندوستان لومړی وزیر او زه به د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې وکړو، ترڅو یوه باامنه نړۍ ولرو او دواړه هېوادونه به ګټور تړونونه لاسلیک کړي. (( مونږ دواړه هېوادونه به په خپلو کې ژورې مثبتې اړیکې ولرو او زمونږ همکاري به نړۍ د امن خواته بوځي)). د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له هند سره د درې میلیاردو ډالرو په ارزښت د چورلکو او نورو پوځي تجهیزاتو تړون لاسلیک کړ او د هند له تاریخي ودانۍ تاج محل څخه یې لیدنه هم وکړه.