ډيمپل کپاډیا په اکشی باندې د همجنس پرست ګمان کړی و؛ لور یې نه ورکوله

نن سپټمبر په ۹مه نېټه د باليووډ د مخکښ اداکار اکشی کمار Akshay Kumar کلیزه وه. هغه په دې ورځو کې د فلمونو د شوټینګ له امله له هند نه بهر دی. معلومه ده، چې هغه به دا ځل خپله کلیزه له هند نه بهر په یوه بل هېواد کې ونمانځي. پر فلمونو سربېره د اکشی کمار د شخصي ژوند په اړه هم اکثر وخت خلک بحثونه کوي. د هغه ډېری مینوال به ښيي په دې پوهېږي، چې د اکشی کمار خواښې اداکارې ډيمپل کپاډيا Dimple Kapadia په لومړيو کې په اکشی باندې د همجنس پرست ګمان کړی و.

هو! دا خبره د اکشی مېرمنې اداکارې ټوینکل کهنه Twinkle Khanna د مخکښ فلم جوړونکي کرن جوهر Karan Johar په خپرونې (کافي وېد کرن) کې کړې ده. د بالي ووډ اکثر لوبغاړي چې د کرن جوهر په خپرونه کې یاد شي، بیا څو ورځې د هغوی په اړه خبرې کېږي. په دې شو کې ټوینکل د ځان او د خپل خاوند اکشی کمار په اړه په زړه پورې خبرې کړې دي

اکشی کمار هم په دې خپرونه کې و او کرن جوهر ته یې ویلي دي، چې کله زه د خپلې خواښې ډيمپل کپاډيا کور ته د هغې د لور د غوښتلو لپاره ولاړم، نو خواښې مې ګمان وکاوه، چې زه ګنې همجنس باز یم او د هغې د لور ژوند به ور خراب کړم.

کله چې په دې خپرونه کې کرن جوهر له اکشی کمار نه پوښتنه وکړه، چې د بالي ووډ درې خانان (سلمان، شاه رخ او عامر) کې به کوم یو د تل لپاره ستوری پاتې شي، نو په ځواب کې یې اکشی کمار وویل: ((درې واړه خانان که چېرته د تمباکو استعمال پرېږدي، نو کولی شي د ډېر وخت لپاره ستوري پاتې شي، کنه نو زه خو هر وخت ستوری یم)).

ټوینکل له کرن جوهر سره په یوه ښوونځي کې زده کړې کړې دي او په دې خپرونه کې هغه دا هم ویلي دي، چې هغه یو ځل په ټوینکل باندې زړه بایللی و. کرن ټوینکل ته یو وخت په یوه فلم کې د کار وړاندیز هم کړی و، خو ټوینکل یې وړاندیز نه و منلی او یاد رول بیا اداکارې راني مکرجي لوبولی و.

کاپي هنرستان…