ډيوه پتنګ: ملي ټلويزيون کې ١٠ زره ډالر معاش نه لرم، افتخاري کار کوم

د ملي ټلويزيون د سپورټي برخه ويانده ډيوه پتنګ وايي، چې هغه په ملي ټلويزيون کې ١٠ زره ډالر معاش نه لري او له ملي ټلويزيون سره افتخاري کار کوي.

ډيوه پتنګ چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې په ملي ټلويزيون راښکاره شوه او له هغه وروسته له ملي ټلويزيون سره کار کوي، په ټولنيزو رسنيو کې پرې دا نيوکې کېږي، چې هغه له ملي ټلويزيون څخه د مياشتې ١٠ زره ډالر معاش اخلي.

 

په ډيوه پتنګ دا نيوکې وروسته له هغې ډېرې شوې، کله چې د هغه ورور هم د ملي فنډ اجراييه رييس وټاکل شو، خو اوس ډيوې پتنګ دا ټولې خبرې رد کړې.

ډيوې پتنګ د اريانا خصوصي ټلويزيون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې زه په ملي ټلويزيون کې لس زره ډالره معاش نه لرم، زه په ملي ټلويزيون کې هېڅ معاش نه لرم او افتخاري ورسره کار کوم.

هغه وايي، يوازې په نړيوال جام کې ٥٥ ورځې د خرڅې پېسې ورکول کېدې، چې يوازې د هوټل او کرايې پېسې وې، نور کوم معاش ورته نه دى ورکړل شوى.

هغه وايي، چې ما د ملي ټلويزيون نه هېڅ پېسې نه دي اخيستي، ټولو پروګرامونو کې يې يوه پېسه هم نه ده ترلاسه کړې، په ملي ټلويزيون کې يې يوازې د دې لپاره کار کړى دى، چې په افغانستان او افغانانو ميينه ده او د زړه نه يې کار کړى دى.

هغه وايي، ملي ټلويزيون کې يې يوازې په دې خاطر کار کړى دى، چې دا ټلويزيون رشت پېدا کړي، ځکه ډېر وروسته پاتې و او هغې هم په دې خاطر کار کړى.

هغه وايي، چې هېڅوک داسې اسناد نه لري چې زه دې له ملي ټلويزيون څخه دومره معاش اخلم، که څوک داسې اسناد يا قرارداد لري، نو لاړ دې شي او معلوم دې يې کړي، خو زه يوازې افتخاري کار کوم او معاش نه اخلم.

هغه وويل، ملي ټلويزيون چا پېژنده هم نه، خو کله چې مياخېل صېب راغى، نو ملي ټلويزيون خلکو وپېژنده او رشت يې وکړ. هغه وويل چې زموږ خلک په ځاى د دې چې د ښه کار ستاينه وکړي، نو په خلکو تورونه لګوي او زه دې کار ډېره خپه کړم.

کاپي…