ډیلي کاپیټالس لوبډله نیمه پای لوبې ته ووته

د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې ډیلي کاپیټالس لوبډله نیمه پای لوبې ته ووته.

په دې لوبه کې سنرایزر حېدر اباد لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۳ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې ګپټيل ۳۶، منیش پنډي ۳۰ او محمد نبي عیسی خېل ۲۰ منډې وکړې.

ډیلي ته کېمو پاول ۳، ایشانت شرما ۲، بولټ او مېشرا یوه یوه ویکټ واخېسته.

ډیلي کاپیټالس لوبډلې شلم اور کې د ۸ لوبغاړو په زیان سره هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د دوه ویکټو په شتون کې وګټله.

پرټیوي شو ۵۶ او ریشاب پنټ په وروستیو کې په ۲۱ بالونو ۴۹ منډې وکړې، چې لوبډله یې بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

محمد نبي عیسی خېل ۴ اورونو کې د ۲۹ منډو په ورکولو سره ویکټ وانه خېسته؛ خو راشد خان څلور اورونو کې یو مېډن کړ او د ۱۵ منډو په ورکولو سره یې دوه ویکټې واخېستې.

ډیلي کاپیټالس لوبډله به سبا ۶ نیمې بجې له چینای سوپر کېنګز سره دویمه نیمه پای لوبه وکړي.

د دې سیالیو پای لوبې ته ممبۍ انډینز لوبډلې لار موندلې ده.

خبریال: نصرت الله عمرزی