ډېرین سمي کرېس ګېل ته په سي پي ایل کې ښه راغلاست ویلی

د سي پي ایل یا کارابین سوداګریزې کرکټ لوبې هر کال په ویسټ انډیز هېواد کې ترسره کېږي، اوس کرېس ګېل له جمېکا ټلاواس لوبډلې تللی او له سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې سره یوځای شو او له ډېرین سمي سره به یوه لوبډله کې لوبېږي.

د کارابین سوداګریزو کرکټ لوبو اتم پړاو لوبې د ۲۰۲۰ م کال په اوږدو کې ویسټ انډیز هېواد کې ترسره کېږي.   د کارابین یا سي پي ایل سوداګریزو کرکټ لوبو مسئولینو خبر ورکړی چې کرېس ګېل د جمېکا ټلاواس لوبډله پرېښوده او له سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې سره مل شو.

په سېنټ لوسیا کرکټ لوبډله کې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی ډېرین سمي هم شتون لري.

په سي پي ایل سیالیو کې تر دې دمه کرېس ګېل په زیاتو منډو کې لومړی دی، هغه ۲۳۵۴ منډې کړي دي او براوو بیا تر دې دمه په ټولو پړاوونو سي پي ایل کې ۹۷ وېکټې اخېستي دي.

سږ کال د یادو کرکټ سیالیو اتم پړاو د کرونا ویروس په نشتون کې ترسره کېږي او باربادوس ټرایډېنټس لوبډله له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې کوي.

د دې لوبو اتلولي درې ځلې ټرېنباګو نایټ رایډرز او دوه ځلې باربادوس لوبډلې ګټلي دي.

ډېرین سمي چې د سېنټ لوسیا لوبډلې لوبډلمشر دی کرېس کېل ته ښه راغلاست ویلی.