ډېر او لږ عمر

لیکنه: حسینه عارف

زموږ هېواد کې دښځو عمر داسې یوه موضوع ده، چې دې ژوند پیل او پای یې پورې تړلئ، که څوک واده کړي، نو اوله خبره یې چې مخې ته راځي هغه دعمر ده. سره له دې چې په دې باورمن یو چې مرګ او ژوند دالله له لوري دی؛ بیا هم ښځې مجبوروو، چې عمر پټ کړي او دلږ یا ډېر عمر خبره ورته دومره اړینه ګڼو، چې یوه نجلۍ یا یوه مېرمن په جرأت خپل عمر نشي څرګندولی.

موږ ښځو ته دهغو دځوانۍ او واده موده ټاکلې، چې شلو نه تر دېرشو کالو کې که نوی ژوند پیل نه کړي، هغه زَړه او دخلکو له سترګو لوېدلې ګڼو.حال داچې سړیو ته بیا دځوانۍ او واده ټاکلی معیار نه لرو او حتا خپله ښځې ددې اړه هېڅ ستونزه نه لري، که یوه اتلس کلنه نجلۍ څلوېښت کلن سړي سره واده وکړي اصلا څوک ستونزه نه انګېري، خو ددې برعکس کار بیا دومره بد او ناسم راته ښکاري، چې حتاخپله مېرمنو دا قبوله کړې او پرې منلې یې ده، چې هلک ته زړه بد کړي او پرې خواشیني څرګنده کړي.

له بل لوري که څه هم لږ او ډېر اېمان لرو. د رسول اکرم ټولې کړنې منو، خو عملي کوو یې نه. که بل حتا سرغړونه ترې وکړي، ممکن سر یې پرې کړو، خو داچې رسول اکرم کونډو او یا حتا لومړۍ واده یې( ۴۵) کلنې مېرمن بي بي خدیجې سره چې (۱۵ ) کاله عمري تفاوت وو وکړو او همداسې نورې ترې لږ او یا ډېر کاله مشرې وې؛ موږ دا منو، خو بیا عملي بڼه دا ټولې نه پلي کوو او نه دلیل راوړو ،خو دا خبره کله هم نه هېروو، چې رسول اکرم څو ودونه کړي او موږ هم د ودونو په کړلو کې دخپل لارښود لاره څارو، البته اسلام دودنو په اړه ویلي ولې دا ودونه بیا ځانګړي شرایط لري، چې هغو ته مو بیا پام نه دی. نن سبا زه ډېری وخت چې خپلو یا پردو سره مجلسونو کې وینم دعمر موضوع ورته یو غضب ښکاري، سره له دې چې دډېریو عمر ماته پته وي، خو په ځانګړي مهارت خپل عمر پټوي یا کموي که څه هم یو کس ته معلومات نشته کله زېږېدلی، خو بیا هم داسې دلیلونه وایي، چې ته به وایي دخپلو زېږېدلو وخت او نېټه دې خپله لیکلې او دهماغې صحنې عیني شاهده وه.

داسې مېرمنې هم خپل عمر کموي او پټوي، چې ځوان لمسیان یا زامن به ګرځي، خو دوی سره هماغه منل شوی فکر تر پاخه عمره غزېدلی او پاتې شوی. ما داسې مېرمنې لیدلې چې ډېری وخت په روغتونونو کې دومره کم عمر ښیي، چې هک پک به شې لکه( ۴۵) کلنه مېرمن به ځان( ۲۵ )کلن وښیي؛ ترهغه چې ډاکټره یې مجبوره کړي چې درمل دعمر په اساس درکوم بیا وایي نه دی راته معلوم.

ښځې دعمر پټولو یا کمولو ته ټولنې مجبورې کړې. ځکه سړیو ته د واده په غوښتلو کې او یا دنجونو په ټاکلو کې چې کومې سره واده وکړي یا کله واده وکړي هېڅ باک نشته، برعکس ښځو ته بیا دا دحیا او غیرت په نوم ناسمې ګڼو او حتا دبدلمنې او ناسمې ښځې تور په پورې کوو، نو دوی خپلې غوښتنې دعمر په کمولو څرګندوي او بیانوي. زه نن هرې ښځې او هرې نجلۍ ته دا وایم تاسو که ځانته ارزښت قایل وی او که چېرته غواړئ ریښتینی ملګری ولری، نو څنګه چې یئ او دڅومره عمر چې یئ باید تاسو ومني، کنه تل مو دنورو لپاره ژوند کړئ او دنورو غوښتنو ته مو سر ټیټ کړئ او دنورو لخوا ټاکل شوو پوچو ارزښتونو ته مو ارزښت ورکړئ. اجازه ورکړئ ښځې ژوند وکړي او د ژوند کړلو جرأت ورکړئ، که وغواړی تاسو لپاره ترټولو ښه تکیه ستاسو مېرمنې دي او (تاسو سره ستاسې مېرمنې دالله تعالی امانت دي).