ډېر ژر به د بخش اباد بند جوړولو کار پیل شي .

ولسمشر غني د شنبې په ورځ فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له قومي مخورو او علماوو سره په لیدنه کې ویلي، چې د بخش اباد بند جوړولو کار به ډېر ژر پیل شي.

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د یاد ولایت د متنفذینو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې د بخش اباد اوبو بند جوړولو ټول لومړني کارونه بشپړ شوي دي او ډېر ژر به یې د جوړولو عملي کارونه هم پیل شي.

نوموړي په دې لیدنه کې د بخش اباد بند د امنیت په ساتلو کې د فراه د اوسېدونکو مننه کړې او زیاته یې کړې یې ده، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د تدارکاتو ملي کمیسیون تر تایید وروسته د یاد بند د رغولو لومړني عملي کارونه پیل شي.