ډېر ژر به زر تنه نور طالب بندیان له زندانه ازاد کړل شي

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، چې د طالبانو له لوري د افغان سرتېرو له خلاصون وروسته افغان حکومت هم پرېکړه کړې چې، ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي.

د فیصل په خبره، تر اوسه یې د ولسمشر غني د دوو فرمانونو په اساس ۲ زره ۷ سوه لس تنه طالب بندیان له زندانونو خوشي کړي دي.

په پام کې ده چې، طالبان هم د حکومت ۴۰۰ تنه بندیان خوشي کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو یو پلاوی دا مهال په کابل کې دی او د طالب بندیانو د خلاصون بهیر څاري.