ډېر ژر له زلمي خلیلزاد سره پر افغان سولې خبرې وکړي

روسي ديپلومات وایي، د امریکا له ځانګړي استازي سره د افغانستان پر مسئله بیا هم خبرې کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري.

ده نه دي ویلي، چې ددغه لیدنې دقیقه نېټه به کومه وي؛ خو وایي په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو لیدنه په پلان کې ده.

تر دې وړاندې هم زلمي خلیلزاد او ضمیر کابلوف د افغان سولې په اړه څو ځله لیدنې کتنې لرلې وې. کابلوف داسې مهال له امریکایي استازي سره د لیدنې خبره کوي چې مسکو پرون د طالبانو، افغان سیاستوالو او او سیاسي څېرو د غونډې کوربه و.

په دې غونډه کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وشو.