ډېل سټین له ټېسټ لوبو استعفا وکړه

د سويلي افريقا لوبډلې تکړه چټک توپ اچونکي «ډيل سټين» له نړيوال ټيسټ سياليو سره مخه ښه وکړه.

ډيل سټين د ټيسټ سياليو يو له غوره توپ اچونکو و، نوموړی د ټيسټ کرېکټ لومړی توپ اچونکی و چی په کم اکانومي ريټ سره يې له ۲۰۰ زياتې ويکټې اخيستي.

نوموړی د سويلي افريقا لومړی لوبغاړی دی چې په ۹۳ ټيسټ سياليو کې يې زياتې «۴۳۹» ويکټې اخيستې او تر ۲۶۴ ورځو پورې په نړيوال رينکينګ کې په لومړي مقام هم پاتې شوی دی.

سټین پښو د ټپونو اوږديدو له کبله بالاخره استعفا ورکولو ته اړ شو؛ خو خواشینی وو او ویلي دي چې ټېسټ لوبې ورته تر نورو غوره وې.

نوموړی له تيرې اوږدې مودې راهيسې په پښه کې د ټپونو له کبله ځوريده، په دې لړ کې له نړيوال جام څخه هم بهر شو چې بالاخره يې ټيسټ سياليو سره مخه ښه اعلان کړه.