ژبزده کړه: د ټکي لرونکې کامې (؛) او ساده کامې (،) د استعمال توپير

لیکوال: شمس رحمانزی

د کامې په اړه (https://rohi.af/news/85680) مو دلته شپږ د کارونې سم او درې ناسمې ځايونه درته په ګوته کړل. ځيني لېکوالان د د ټکي لرونکې کامې (؛) او ساده کامې (،) ترمنځ توپير کې ستونزه پيدا کوي. دغه لېکنه د ټکي لرونکې کامې (؛) د استعمال ځايونه او له ساده کامې سره يې توپير درته په ګوته کوو.

– ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon:

ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon د کامې په ډول د يوې جملې دننه نظريې سر تړي او له کامې يې کارونه قوي ده. لېکنه کې د  ټکي لرونکې کامې (؛) Semicolon کارونه لېکنه ډېره علمي  کوي او لوستونکي يې په ښه ډول ترې مفهوم اخېستلی شي.

۱- ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon د يوې جملې دننه نېږدې اړیکه لرونکې فقرې یا clauses سره تړي. د ټکي لرونکې کامه (؛) Semicolon يوې او بلې خوا فقرې د يو شان وزن لرونکې وي.

بېلګه:

Some people write with a word processor; others write with a pen or pencil.

۲- د هغه دوه خپلواکو فقرو ترمنځ (؛) استمال کړی چې د لېږد په کلمو یا conjunctive adverbs or transitional phrases سره تړل شوي وي.

بېلګه:

However they choose to write, people are allowed to make their own decisions; as a result, many people swear by their writing methods.

 

۳- ټکي لرونکې کامه هغه وخت استعمال کړئ، چې د یو نوملړ دننه د ورته شيانو ترمنځ کامې کارول شوې وي. دغه صورت کې یو ګروپ له بل ګروپ څخه د ټکي لرونکې کامې په وسيله جدا کړئ.

بېلګه:

There are basically two ways to write: with a pen or pencil, which is inexpensive and easily accessible; or by computer and printer, which is more expensive but quick and neat.

۴- د خپلواکو جملو ترمنځ د کامې استعمال ناسم دی.

بېلګه:

Incorrect: The cow is brown, it is also old.

Correct: The cow is brown; it is also old.