ژبنۍ اړیکې

لیکوال: محمد مصطفی سمون

علوم په ټوله کې د رنګا رنګیو څخه ډک دي؛ خو دا رنګا رنګي د وخت له غوښتنو سره سم خپلې لارې وهي، چې په دې کې یو هم ژبپوهنه ده.

ژبپوهنه علم دی، چې مرکزي محور یې ژبه ده، یعنې د ژبې له خوځښت سره موږ له نویو ژبنیو اړیکو سره اشنا کیږو.

ژبپوهنه په لومړي سر کې موږ له ادبیاتو څخه لرې ساتلې، چې ژبپوهنه علم دی؛ نو په شته خبرو کې یې بله خبره امکان نلري.

داسې نه ده، ځکه چې په ژبپوهنه کې هم یوه کلمه استعاره، کنایه، تشبیه او سیمبول کېدای شي. د ژوند له تحول سره په هر څه کې بدلون روان دی. دا ځکه چې بدلون د نوښت او پرمختګ سره نورې لارې هم پرانیزي. اوس دا خبرې پلټل کیږي، چې ژبه د انساني ژوند له ټولو اړخونو او علومو سره اړیکه لري که یوازې د وینا تر حده محدوده ده؟ د دې پوښتنې په رڼا کې ویلی شو، چې د ژبې په وسیله د وینا ترشا هغه پټې زاویې سپړل دي، چې د همدې ژبپوهنیزو اړیکو له مخې د نورو علومو سره څېړل کیږي. دا خبره ورو ورو په اثبات هم رسیږي.

دا ځکه چې اوسنی ژوند په یو محور د راټولېدو په هڅه کې دی، چې علوم سره غاړې غړۍ شي.

مخکنی وچ فکر د ژبې په اړه اوس په اړیکو اوښتی، یعنې ژبه اوس له ټولنپوهنې، ارواپوهنې، طب، فزیک، ریاضي او نورو علومو سره په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه مطالعه کیږي.

پخوا علوم تیت و، یعنې یو ژبپوه به له نورو علومو سره اشنایي درلوده. که موږ د مذهب، فلسفې، منطق، ادبیاتو، حقوقو یعنې په ټوله کې د ټولنیزو علومو تاریخي سیر ته ځیر شو، په سر کې به د سقراط ، افلاطون، او ارسطو نومونه مخې ته راشي.دا ځکه چې هغه وخت زده کړه افقي وه؛ یعنې په پاسنیو یاد شویو پوهو کې څه نا څه معلومات یې درلودل، چې دا د دوی په افقي علم دلالت کوي. بیا د اتلسمې پیړۍ څخه علوم تخصصي شول یو فرد به د خپل مسلک د یوې برخې متخصص و. اوس بیا معلومات افاقي لوري ته روان دي، فرد باید په هر څه کې تر خپله وسه پوه ولري؛ یعنې د ښه لیکوال، طبیب، اقتصاد پوه ترڅنګ تاریخ، فلسفه، مذهب، ارواپوهنه، ټولنپوهنه کې هم معلومات ولري، چې همداسې ده، هر فرد د خپل مسلک ترڅنګ دې نورو علومو ته هم ضرورت حس کړی؛ نو ځکه ژبه د ټولو علومو په وصلېدو کې ستر رول ترسره کوي، د ژبې تحولي حالت هم د انساني ژوند له غوښتنو سره سم سازګار روان دی، چې په دې برخه کې د ژبې د څېړنو او سپړلو لپاره نوي موضوعات لاس ته راځي.