ژبه انساني خاصه ده

لیکوال : نورمدین بلخېل

ژبه د انسان یوه داسې خاصه ده، چې نور هیڅ ژوندی ساری یې نه لري، انسان باید د خپل دغه لوی نعمت شکر ادا کړي، ژبه نه یوازې د ورځنیو ضرورتونو د پوره کولو یوه شفاهي وسیله ده بلکې په تحریري بڼه د بشر لپاره په زړه پورې خدمت کوي.

موږ وایو چې ژبه په دوه ډوله ده چې یو یې شفاهي او بل یې تحریري بڼه ده، شفاهي بڼه یې همدغه ګړنيزه برخه ده او تحریري یې بیا لیکلي بڼه ده؛ د ژبې نالیکلي یا شفاهي بڼه ډېره پخواني ده، داسې ویل کیږي چې د ژبې شفاهي بڼه د بشر د پیدایښت او منځ ته را تګ سره اړیکه لري، دا چې د بشري ټولنو پیدایښت  د نن نه تقریبا یو ميلیونه کاله مخکې اټکل کیږي نو په دې دلیل سره کله چې انسان را منځ کیږي نو ورسره د ژبې د منځ ته راتګ ضرورت را منځ ته کیږي، چې البته بیا د ژبې د منځ ته را تګ موقع را منځ ته کیږي.

د میلاد نه درې زره درې سوه کاله مخکې په مصر کې لیک را منځ ته شو چې د لیک په را منځ ته کیدو سره د ژبې مادی او معنوي جوهر او ارزښت لا پسې زیات شو، په دې سره د راتلونکو نسلونو لپاره د پخوانیو خلکو تجربې په ثبت بڼه وساتل شوې.

د ژبې تحریري بڼه په واقعیت کې د علمیت د نړۍ د تثبیت هغه ستره او تلپاتې وسیله ده چې د لیک د پیدایښت نه وړاندې یې انسان په اړه ډېر کم فکرهم  کولای نه شو، موږ که د نن ورځې د علمیت او تحقیق په ډګر کې په یوه معتمد سند باندې اتکا کوو نو موږ به حتم د ژبې ثبتي بڼې « لیک»ته ورځو چې تر څو په لیکلي بڼه یو قانع ثبوت وړاندې کړو.

تاریخ چې د انساني ټولنو او د هغوی د کړو وړو د موجودیت یو ستر ثبوت دی هغه وخت په وجود راغی چې کله لیک ایجاد شو او چې تر څو لیک نه و، نو بیا موږ په انساني تاریخ باندې په معتمده توګه بحث نه شو کولای.

انساني تاریخ مستقیما د لیک د ایجاد سره ربط لري، نو په دې وجه موږ د لیک د ایجاد نه مخکې دور د تاریخ نه وړاندې دور په نوم پیژنو او د لیک د ایجاد نه وروسته دور د تاریخي دورې په نوم یادیږي.

دا چې تاریخ د انساني ژوند د ټولو کړو وړو ټولګه ده نو په دې اساس د تاریخ او ژبې او په دویم قدم کې د تاریخ او لیک یو د بل سره ټینګې اړیکې ښودل کیږي چې څوک ور څخه سترګې نه شي پټولی.

نو ویلای شو چې ژبه انساني خاصه ده او د انساني ژوند د ټولو چارو د ټينګښت ستره وسیله ده، په لږ فکر کولو سره موږ په دې پوهیږو چې که چېرته په انساني ژوند کې ژبه نه وای نو څه به وو.