ژبه او د هغې اهمیت

لیکنه : نورمدین بلخېل

ژبه د انسان په وجود کې هغه زیور دی، چې که چېرته نه وي، نو بیا یې هیڅ یو شی کمبود نه شي جبران کولای، هر ژبه لرونکی انسان د یوه باکماله انسان په نوم پیژندل کیږي، نو که چېرته ژبه له کاره ولویږي د انسان تقریبا ټولې اړیکې زیانمنیږي؛ نو په دې اساس ویلای شو چې هر ژبور انسان هوښیار بلل کیږي که څه هم چې د عقلانیت باطني قوت به یې کمزوری هم وي او هر هوښیار انسان ته د خلکو له لوري کم عقل ویل کیږي که څه هم دی به په باطن کې هوښیار وي.

ژبه د فکر د بیان وسیله ده، هغه څه چې انسان یې په اړه فکر کوي د ژبې په وسیله څرګندیږي، ګونګی انسان فکر کولای شي خو خپل فکر نه شي بیانولای، انسان که کله مثبت فکر وکړي خو که چېرته یې د ظهور لپاره سمه ژبه ونه لري نو بیا هیڅ کله دی د یوه باکماله انسان په حیث نه پيژندل کیږي.

دا چې ژبه د انسان په وجود کې یو داسې مهم څه دي چې کمبود یې یوازې هغه وخت ډېر حس کیږي چې کله دا پدیده له کاره ولویږي او تر څو چې وي او موږ د هغې څخه کار اخلو، کیدای شي اهمیت او ګټې ته یې دومره متوجه نه شو.

ژبه یو ټولنیزه پدیده ده، نه فطري او طبیعي، هدف دا چې د ژبې وجود او زده کړه په ټولنه پورې ارتباط لري بغیر له ټولنې ژبه او بغیر له ژبې ټولنه هسې یو خیال دی، نه حقیقت؛ ژبه د ټولنې د افرادو د خیالاتو او افکارو هغه وسیله ده چې تر یوه خاص نظم او سیسټم لاندې د انسان د صوتي غړو په واسطه روغیږي او په دې توګه ددوی په مایبن کې اړیکې ټينګیږي، ژبه د انسانانو په منځ کې د علمیت د ښورولو او همدارنګه د دوی په مابین کې د انساني پوهې او تجربو د خپرولو تر ټول مهمه وسیله ده.

ژبه د انسان د کمال لوړ اصل دی، که تاسو خپله فکر وکړئ چې که چېرته یو سړی ښه ښکلی جسم ولري، خو که د ژبې نعمت ورسره نه و نو په مادي او معنوي لحاظ د ډېر نیمګړي انسان په حیث پیژندل کیږي.

په عادي چارو کې که انسان ژبور نه وي او یا دا چې کمزوري ژبه ولري، د ډېر کمزوري انسان په حیث پیژندل کیږي او خلک په معاملاتو کې پرې باور نه کوي او نه څوک ورسره معاملې کوي.

انسان که بې ژبې وي یعنې ګونګی وي دا ځانته ستونزه ده خو چېرته ژبه لرونکی وي خو ښه ویونکی نه وي دا بیا ځانته خبره ده، دغه دواړه بېلابېلې ستونزې دي چې موږ باید په ځانته وختو کې په هر یو باندې بحث وکړو.

ژبه کله را پیدا شوه؟

د ژبې د پیدایښت په اړه بېلابېل نظریات وړاندې شوي دي، چې هر يو نظر په خپل ځای د احترام وړ دی، خو نظر ټولو نظریاتو او هغو تجربو ته چې په دې برخه کې ترسره شوي دا نتیجه تر لاسه شوې ده چې د نن نه یو ميلیونه کاله مخکې د انسانی تولنو په را منځ ته کیدو سره د ژبې ضرورت حس او په دې توګه سره ژبه را منځ ته شوې ده؛ کوم چې اوسنۍ بڼه یې د نن ورځې پرمختللې بڼه ده او د وخت په تېریدو سره به نوره هم متحوله او پیاوړې کیږي.

ژبه د انسان د وجود سیمبول دی؛ کوم قوم چې په خپله ژبه خبرې کوي هویت یې ثابت وي او هيڅکله به په نورو کې مدغم نه شي؛ تاسو به ډېر داسې ملتونه لیدلي وي چې د ژبې په له منځه تلو له مابینه تللي او اوس یې څوک نوم هم نه پیژني؛ که چېرته غواړئ چې تاسو هم دتل لپاره په خپل ټاټوبي کې په خپل نوم وپیژندل شئ او په معنوي لحاظ ژوندي وئ نو خپله ژبه مو تر ټولو غوره وبولئ او د هغې لپاره نهایت کار وکړئ.

د ژبې په اړه څیړنې د نن نه څه کم دوه نیم زره کله مخکې مخینه لري او له هغه وخت را هیسې بیا تر ننه پورې په دې برخه کې ډېرې څیړنې شوي چې بحث یې بیا لوی بحث دی.

ژبه الهي ستر نعمت دی، ژبه یوه متحوله پدیده ده، کومه چې د ټولنې په تعیر او تبدیل سره تعیر کوي؛ د مثال ډول د نن دولس سوه کاله مخکې کومه پښتو ژبه چې د عامو خلکو له خوا ویل کیده او یا دا چې موږ د هغې وخت د ځینو اثارو څخه معلومولای شو داسې ښکاري چې د هغه وخت پښتو د اوس وخت د پښتو د مروج شکل سره فرق لري.