ژبه او فکر

لیکوال : محمد مصطفی سمون‎

موږ د دې تړاو په اړه بېلابېلې څرګندونې لرو، چې ژبه د خبرې مرکزي برخه جوړوي که فکر؟ خو دې پوښتنې ته هر سړی خپل دلیل وړاندې کوي.

پوهان وایي، چې کله خبرې کوو؛ نو دلته د فکر سره تړاو نه بلکې د ژبې خپل خوځښت دی، چې لوری ټاکي. یعنې فکر د ژبې لوری نه ټاکي بلکې ژبه خپله خپلواکه جزیره ده، چې الفاظ یې په ګرد چاپېره کې د خدمت لپاره لاره وهي.

دا چې دلته د فکر خبره کیږي له هغه فکر سره توپیر کوي، چې یو شخص یې په شعوري توګه د یو څه په اړه کوي؛ نو دلته ځکه ژبه برتریت لري.

خبره دلته د فرد له خولې په نا خود اګاه توګه راوځي او یو مفهوم لېږدوي، چې دلته ژبه په کلي ډول هغه دنده ترسره کوي، چې مسوولیت یې دی.

ځینې پوهان خو ژبې ته په دومره اهمیت قایل دي، چې ژبه د فکر واقعیت ګڼي او وایي، چې د ژبې څخه پرته اصلا فکر وجود نه لري.

نو ویلی شو، چې ژبه له فکر سره نه شلېدونکې اړیکه لري؛ خو د دې اړیکې تاثیر هغه وخت جوتیږي، چې کله په یوه پدیده کې تحول راشي؛ نو بله کې هم څرګند شي. همدارنګه د یوې پدیدې پرمختګ د هغې بلې پدیدې د پرمختګ امکانات برابروي.

ژبه د فکري فعالیت په اساس وړاندې ځي، منظمه کیږي، سیستماتیک شکل اختیاروي، ذخیره یې پیاوړی او بډایه کیږي او بلاخره خپلې تشې ډکوي.

په همدې ډول د فکري فعالیت او هڅو د لاس ته راوړنو په باره کې معلومات، خبرتیاوې د ژبې په وسیله تر ګوتو کېدای شي.

همدا شان د فکري فعالیت د محصولاتو د مثبتو او منفي اړخونو په باره کې څرګندونې د ژبې په واسطه د عمل جامه اغوستی شي.

له هر لوري د دوی د تړاو په اړه بېلابېلې څرګندونې وشوې؛ خو په اصل کې همدا  ژبه فکر کولو ته زمینه برابروي او نورو پړاوونو ته لار پرانیزي.

نو په اخر کې ویلی شو، چې ژبه د نورو برخو لپاره چینه ده، یعنې نه یوازې د پوهاوي او راپوهاوي وسیله بلکې د انساني فکر د تسلسل یوه لویه امپراطوري ده.