ژبه او فکر

ليکوال : اخترمحمد ژوندون

د پوهنتون د لومړي ټولګي په لومړي سمستر کې استاد راته د کورنۍ دندې په توګه د (ژبې او فکر) موضوع راکړه.

هلته مې یې په اړه لاندې کرښې لېکلې وې.

ژبه او فکر یو بل ته دومره سره نژدې دي چې یو بل یې پوښلي دي. دا دواړه پدیدې یو بل پورې تړلې دي ، تر دې چې ویلی شو فکر یا تفکر د ژبې یوه برخه ده ؛ خو دا خبره په پوره باور سره نه شو کولئ ځکه که چیرې د انشټین او جان لاک خبرو او نظریو ته پام وکړو نو په دې کې به مو دوه زړي کړي چې فکر د ژبې یوه برخه ده.

وړاندې تر دې چې په دې اړه د ژبپوهانو او پوهانو نظریې وړاندې کړو ښه ده چې دا څو پوښتنې مو مخ ته کیږدم : ایا ژبه د فکر کولو وسیله ده ؟ بې له تفکره ژبه پیدا کیږي ؟ یا ښه ده ووایو چې بې له ژبې فکر شونی ده ؟ که ژبه نه وای مونږ کولای شوای چې خپل فکرونه وړاندې کړو او له نورو سره خپل فکر او اندېشه شریکه کړو؟ په ژبپوهنې کې دا او دې ته ورته ډیرې پوښتنې شته دي چې ژبپوهانو روته بېلا بېل ځوابونه ورکړي ، د دوی ځوابونه تر دې حده له یو بل سره توپیر لري چې متضاد ټکي په کې ډیر پیدا کولی شو. او هغه پورته خبره چې د فکر او ژبې په اړه سړي لوستونکي ته دوه نطريې ورکوي.

ځینې له دوی څخه په دې اند دي چې ژبه او فکر یوه پدیده ده ولې بله ډله بیا په دې باور لري چې فکر ځانګړې او ژبه ځانګړې پدیده ده او له یو بل سره نژدې اړیکه لري.

هغوی چې ژبه او فکر یو ډول پدیده بولي دلیل راوړي چې تفکر د ژبې سرچینه او پیل ده. دوی زیاتوي چې بې له فکره ژبه نه رامنځ ته کیږي. ډیری ژبپوهان د همدې نظر پلویان دي. په دې برخه کې افلاتون تر بل هر چا لومړی سړی و هغهَ باور درلود چې فکر او ژبه یوه پدیده ده. مانا دا چې ( فکر او ژبه یوه پدیده ده او ژبه په خپله فکر ده ). وروسته نورو پوهانو د افلاطون د خبرې پیروۍ وکړه او په هغه پسې لاړل.

ساپېر هم افلاتون ته ورته نظر درلود او ویل به یې چې ( که تاسو له ډیرو خلکو وپوښتی چې بې له ژبې فکر کولئ شئ ؟ په ډېر باور سره به درته ووایي « هو شونې ده؛ خو زما لپاره دا ستونزمنه ده چې بې له ژبې دې فکر وکړم ، ولې په دې هم باور لرم چې دا کار کیدلی شي»  ژبه یوازې او یوازې د فکر جامه او لباس ده).

که د افلاتون او ساپېر په خبرو لږ فکر وشي نو دا ترې درک کیدلی شي چې ژبه له فکر سره ډېره نژدې اړیکه لري او داسې هم ویلئ شو چې بې له ژبې فکر کول او یا بې له فکره ژبه رامنځ ته کیدل ناشونې ده. په بل عبارت (افلاتون ژبې ته د فکر نوم ورکړ).

ساپېر له یو بل ژبپوهه روف سره په دې برخه کې ډېر کار وکړ تر دې چې په ژبپوهنه کې یې د ساپېرــ روف په نامه فرضیه رامنځ ته کړه، دا فرضیه وایي چې د ژبې بنسټ او اساس تفکر ده.

ډاکټر یحی کاظمي په خپل یوه کتاب کې چې (( ژبه او فکر )) یې نوم ده لیکي

( فکر د ژبې وسیله ده ) هغه زیاتوي ( که ژبې تفکر نه درلودی، اوسنۍ ډیری لاس ته رواړنې به په دې نړۍ کې نه وې ) . برونز هم یو له هغو ژبپوهانو څخه ده چې وايي:( ژبه د فکر ډېره اصلي وسیله ده ) .

دا چې ژبه بې له فکره رامنځ ته کیدلی شي ، په اړه یې ژبپوهانو څو دلایل وړاندې کړي دي خو باید وویل شي هغه دلایل چي دغه ډله یې د خپل نظر د ثبوت لپاره وړاندې کوي د نورو ژبپوهانو لپاره قانع کوونکي نه دي.

دې برخې کې انشټین بیا له هر چا لومړئ نفر و چې دا بحث یې رامنځ ته کړ ، د انشټین دا خبره ډېره مشهوره ده چې وايي :(( په خپلو علمي فکرونو کې یې له ژبې هیڅ استفاده نه ده کړې )). تاسو چې اوس دا مقاله لولۍ په الفاظو او مفهیمو یې فکر کوئ؟ که ځواب مو هو بیا به درته د انشټین پورته نظر بابېزه ښکاره شي ؛ خو که هسې لوستل کوي او وخت ضایع کوئ د انشټین خبره لږ څه درته ارزښتمنه ښکاري. د انشټین ده ؛ خو یحی کاظمي د انشټاین دا خبره شاربلي ده هغه وایي (( زما په فکر دوه لاملونه دي چې انشټاین دا ډول خبره کړې ده لومړئ دا چې انشټین په خپلو علمي کارونو او فکرونو کې د خیال له قوې څخه ګټه پورته کړې ده او دوهم دا چې شونې ده انشټاین دې له ریاضیکي ژبې څخه کار اخیستی وي )).

جان لاک هم هغه څوک و چې د انشټاین پیروي یې وکړه ، لاک دا خبره بیخي رد کړه چې له ژبې پرته تفکر ناشونی ده هغه به ویل: (( فکر کې یوازې له ژبې څخه استفاده نه کیږي بلکې تصویر ، خوند ، بوی ….. او نورو حواس د انسان له تفکراتو سره مرسته کوي ، او دا ټول عناصر خپلې اخيستنې د انسان مغز ته لیږي ، هغه تصورات چې د انسان مغز کې رامنځ ته کیږي د فکر لپاره موضوع ګرځي.))

د لاک په خبره تصویر ، خوند ، بوي هم کولی شي تاسو ته فکر درکړي هغه څه چې د لاک له خبرې ما درک کړل دادي: که د تېلو یو پمپ سټېشن ته ورشې او هغه انځور ته مو پام شي چې سېګرټ یې په یوه داېره کې را حصار کړی او بیا یې سور خط پرې را کش ده. د ورته انځور په لیدو تاسو څه ډول فکر کوی؟ یا هم دا چې فکر ته مو څه درځي؟ مانا دا چې د یو انځور په لېدو تاسو فکر کولو ته اړ شوی. ستاسو له ډلې د یوه سترګې نشته تر څو د سره املوک او بانجان تر منځ توپیر حس کړي؛ خو په خوړولو سره سره یې هم خوند حس کوي او هم یې په اړه بېلابېل فکرونه کوي د لېلګې په ډول: بانجان یو ډول سبزي ده او املوک بیا میوه. چې املوک ارزان دي که بانجان. آیا دواړه په یو ډول اب و هوا کې فصل کوي … . دا اودې ته ورته فکرونه چې د تصویر له لېدلو رازېږېدلي.