ژمی د مسلمان لپاره ستر غنیمت!

کله به چې ژمی رانږدې شو؛ نو عبيد بن عمير رحمه الله به ویل:

-ای د قرآن والو! د لمانځه لپاره شپه اوږده شوه، او د روژې لپاره ورځ لنډه شوه؛ نو غنیمتونه ترلاسه کړئ.

يا أهل القرآن طال الليل لصلاتكم وَقَصر النَّهَار لصيامكم فَاغتنموا.

(ابن أبي شيبة في المصنف٩٨٣٦)

په یو حدیث شریف کې راغلي چې، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي:

-«تُعْرَضُ الأَعْمَالُ يَوْمَ الاثْنَيْنِ وَالْخَمِيسِ؛ فَأُحِبُّ أَنْ يُعْرَضَ عَمَلِي وَأَنَا صَائِمٌ»

(الترمذي حديث رقم: ۷۴۷)

ژباړه:

-د دوشنبې او پنجشنبې په ورځ (الله تعالى ته د بندګانو) عملونه وړاندې کيږي؛ نو خوښوم چې، زما عمل په داسې حال کې وړاندې شي چې، روژه يم.

په بل حدیث شریف کې راغلي:

-عائشه رضي الله عنها وايي چې، رسول الله صلی الله عليه وسلم به هره دوشنبه او پنجشنبه روژه نيوله.

(الترمذي حديث رقم: ۷۴۵)

ګرانو وروڼو او خویندو!

دا چې، موسم هم یخ شو او ورځې هم لنډې شوې؛ نو په داسې ورځو کې روژه نیول سخته نده، راځئ چې دا د ځانونو لپاره یو ستر غنیمت وګڼو او ګټه ترې واخلو.

راځئ چې، د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو روژه نیول خپل عادت وګرځو، تر څو د آخرت سختې ورځې لپاره نېک اعمال برابر کړو، او د آخرت له سختیو څخه یې د ځان ژغورنې سبب وګرځوو. معلومه نده چې څو ورځې به نور ژوندي یو، بیا به ددې وخت ډېر زیات ارمان کوو؛ خو هیڅ به په لاس نه راځي.