ژورنالیستي سبک

لیکنه : صديق دقيق

ژورنالیسسټي سبک ته عام یا عادي سبک ویل شوی، صفر او خنثی سبک یې هم بولي او ژونالیسټي نثر په علمي نثر کې حسابوي چې دا هر یو ځان ته دلیلونه لري. عام یا عادي سبک ورته ځکه وايي چې ژورنالیسټي مطلبونه د رسنیو له لارې عامو او عادي وګړيو ته وړاندې کېږي او د هر عمر، هر جنس او هرې علمي کچې څښتن ممکن دا واوري یا وګوري او ولولي، ځکه نو باید د ژورنالیسټیکو مطلبونو ژبه ساده، عامه او عادي ژبه وي، سختې کلمې نه لري او هر چا ته په اسانۍ د پوهاوي وړ وي.

په تېره د راډیو ټلوېزیون ژبه چې مخاطبان یې عام وګړي دي «یو بزګر، يو موټروان يو شپون…» او بله داچې خپرونې يې د چاپي رسنیو غوندې د بیا بیا کتلو امکان نه لري؛ نو ژبه يې باید تر وسه وسه ساده او روانه وي.

صفر او خنثی سبک ورته ځکه وايي چې ژورنالیسټي لیکنې باید د احساساتو او عواطفو له نظره خنثی وي، بې‌طرفي د ژورنالیزم مهم اصل دی، ځکه باید په ژورنالیسټي ژانرونو کې د ژورنالیسټ مینه، کرکه، خواخوږي… منعکس نه‌شي. د یوه مفهوم د وړاندې کولو لپاره موږ ممکن ډېرې کلمې ولرو او تر منځ يې توپير هم ډېر نه وي. له دغو تقریبي مترادفو کلمو به ژورنالیسټ هغه کلمه را اخلي چې د عواطفو له نظره خنثی وي او ضمني ماناوې و نه لري. مثلاً د یو چا د مرګ په وخت کې خلک په مختلفو عبارتونو عین خبره کوي؛ مړ شو، و فات شو، له نړۍ يې سترګې پټې کړې، روح يې والوت، ځوانیمرګ شو، پښې یې وغځولې… له «مړ شو» پرته په نورو ټولو عبارتونو کې د لیکوال مینه، کرکه، خوښي، خپګان او نور مالومېږي؛ نو ژورنالیسټ به د بې‌طرفي په هدف داسې کلمه لیکي چې د ده شخصي عواطف پکې څرګند نه‌شي. په پورتنیو کلمو او عبارتونو کې د ژورنالیسټ لپاره تر ټولو مناسب عبارت «مړ شو» دی.

د ژورنالیسټي نثر یوه ځانکړنه دا ده چې دا نثر ښووندی دی نه پارندوی، د ژورنالیسټ دنده خلکو ته د اطلاعاتو ورکول دي، نه د هغوی را پارول. که ژورنالیسټ داسې کلمې وکاروي چې مخاطبان را وپاروي، د ژورناليزم پر یوه مهم اصل يې چې بې‌طرفي ده، پښې ایښې دي.

وړاندې مو ولیکل چې ژورنالیسټي سبک په علمي یا عادي سبک کې راځي چې د هنري سبک پر وړاندې واقع دی. داسبک خپلې ځانګړیاوې لري چې په ژورنالیسټي لیکنو کې ورته پام حتمي دی. یوه ځانګړتیا يې دا ده چې عادي او علمي سبک چې ژورنالیسټي سبک هم پکې داخل دی، د صدق او کذب په تله تلل کېږي، خو هنري سبک په دې تله نه تلو. که ژورنالیسټ وايي، په بدخشان کې غر راښويېدلی او کلي يې لاندې کړي دي. موږ يې رښتیا ګڼو، خو که کیسه لیکوال په کیسه کې یا شاعر په شعر کې دا خبره کوي ورته خوښېږو.

په علمي يا عادي نثر کې هڅه کېږي چې هر دال يوازې يو مدلول ولري. په ژورنالیسټي لیکنو کې خو دا تر نورو ټولو مهمه ده. په ژورنالیسټي لیکنو کې چې دنده يې د کره اطلاعاتو لېږد دی، باید هره کلمه یوازې يوه مانا ولېږدوي او هغه هم هغه مانا چې ژورنالیسټ ته مطلوبه ده؛ نو ځکه ژورنالیسټ مجبور دی چې د ګڼو کلمو په منځ کې هغه را پیدا کړي چې د ده مفهوم په وضاحت لېږدوي.

که یو ژورنالیسټي مطلب په داسې کلمو لیکل شوی وي چې دوه تنه ترې دوه بېل مفهومونه واخلي، ژورنالیسټ ناکام دی. موږ د پښتو او دري په ژورنالیسټي لیکنو کې ډېرې ګونګې کلمې او ترکیبونه وینو چې زموږ ژونالیسټي ژبې ته يې لوی زیان اړولی دی. ځکه خو يې پېژندل او ځان ترې ساتل ضرور دي. پښتو ته دا کلمې له دري، انګلیسي او نورو ژبو دناسمې ژباړې له لارې راغلې دي او پښتو لیکنې يې له اوږدو او مبهمو کلمو، ترکیبونو او عبارتونو ډکې کړې دي. لیکوال او ژورنالیسټان دې هغه وپېژني او ځان دې ترې وساتي.

مثلاً یو شمېر هغه ترکیب دی چې له انګلیسي د دري په لاره پښتو ته راغلی او هیڅ واضح مهفوم نه لري. هر څوک يې په خپله خوښه تعبیرولای شي. حال دا چې په ژورنالیسټي لیکنو کې باید د ګڼو تعبیرونو امکان صفر ته نږدې وي. که واورو چې یو شمېر وسله‌وال وژل شوي دي. دا موږ ته هیڅ واضح اطلاعات نه راکوي. یو به يې دوه تعبيروي او بل دوه سوه.

لنډه دا چې ژورنالیسټي لیکنې باید واضحې، ساده، لنډې او روانې وي او د بېلابېلو تعبیرونو امکان پکې صفر ته نږدې وي وي. په ژورنالیسټي لیکنو کې باید تر وسه وسه هره کلمه یوازې په یوه مانا چې لومړۍ، اصلي او حقیقي مانا ده، وکارول شي. ضمني ماناوې باید و نه لري. ژورنالیسټي ژبه د مجاز، تشبیه، استعارو او سیمبولونو ژبه نه ده.