ژورنالېزم زما مسلک!

لیکنه: کرامت الله اخلاص یار

ژورنالېزم هغه مسلک ده، چې ډېره په لوړه سطحه سرچينه اخلي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هره قوه یې تر اغېزې لاندې راغلې، که فکر وکړو ژورنالېزم د ډېر پخوا وخت څخه منشاء اخلي او ډېر اوږد تاريخ لري.

که د ژورنالېزم د مسلک په ارزښت هر څوک پوه شي، شايد دوی ووايي، چې په نړۍ کې له دې پورته بل مسلک نشته، نو که فکر وکړو همدغه ژورنالېزم دی، چې نړۍ ته یې بدلون ورکړی، هغه داسې بدلون چې د خلکو فکرونه او افکار یې مثبت لور ته رابللي او نړۍ یې خلکو ته د یوه کلي په څېر ښکاره کړې.

که څه هم په افغانستان کې ژورنالېزم دومره پرمختګ نه دی کړی، لکه څومره چې په نړۍ کې ژورنالېزم د پرمختګ پر لور روان دی، د نړۍ او د افغانستان د ژورنالېزم ترمنځ ډېر زيات توپير لېدل کېږي، ځکه په نړۍ کې ژورنالېزم ځان ځان ته برخې لري او په بېلابېلو برخو کې د ژورنالېزم مينه وال لېسانس،ماسټره او تر دوکتورا پورې زده کړې تر سره کوي، چې ترڅو مينه وال یې په خپل ذوق او خوند سره ولولي او په خپله برخه کې پوره پوره هڅه وکړي.

په افغانستان کې ډيری داسې رسنۍ لېدل کېږي، چې یا به د ژورنالېزم سپېڅلی مسلک او د ټولنې ملي ارزښتونو خپرونې نه خپروي او یا به ټولنه په یو بل طرف بيايي، که وګورو زموږ ګڼې رسنۍ چې په تمامه ورځ کې به داسې خپرونې نه لري، چې د ټولنې هر فرد لپاره په ګټه تمامې شي، چې ترڅو مخاطبين یې په ښه خوند سره تعقيب کړي. بلکې زموږ ځيني رسنۍ هغه څه خپروي چې د اسلام د چوکاټ څخه بې برخې وي او د ټولنې د عامه ګټو سره بر طرفه وي.

که چېرې زموږ رسنۍ وغواړي، چې ټولنې ته په لويه سطحه بدلون ورکړي او د ټولنې ملي ارزښتونه او ملي ګټو مطابق خپرونې وکړي، نو لرې به نه وي، چې زموږ هېواد به د بدلون پر لور روانېږي.

زموږ رسنۍ بايد نړيوالو او ملي ارزښتونو ته غاړه کېږدي، چې ترڅو د ژورنالېزم د سپېڅلي مسلک سره یې خيانت نه وي کړی او په پوره باور سره یې ټولنې ته یو څه رسولي وي.

په ژورنالېزم کې یوه بله خبره، چې د ټولو خبرو سرټکی بلل کېږي، هغه اخلاق دي، چې د نړۍ هره لوړه طبقه یې تر تاثير لاندې راغلې، نو اړتيا لېدل کېږي، چې په اړونده ساحه کې د خبريال اخلاق په خلکو دا مني، چې خبریال ته معلومات ورکړي او خبريال یې په ښه خوند سره رپوټ کړي.

په رسنيو کې اخلاق ډېر زيات اړين دي ، چې د رسنۍ باور په ټولنه کې زياتوي او په ټولنه کې نېک نوم پېدا کوي.

هغه اصول چې اسلام او نړېوالې ټولنې وضع کړي، نو رسنيو ته په کار ده چې د همدغو اصولو او قوانينو په رڼا کې د ټولنې په ګټه خپرونې چمتو او وړاندې کړي.

په تللو تللو کې څو وړانديزونه کوم، چې زموږ رسنۍ بايد هغه خپرونې وړاندې کړي، چې د اسلام په چوکاټ کې وي او د ملي ارزښتونو څخه ډکې وي، چې ترڅو ټولنه کې داسې بدلون رامنځته شي، چې د ژوند په ډګر کې نه هېردونکی وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد د رسنيو لپاره داسې پالیسي او تګلاره جوړه کړي، چې د همغې پالېسۍ او تګلارې مطابق رسنۍ خپرونې وړاندې کړي، چې ترڅو خپل ملي ارزښتونه یې ساتلي وي.