ژوند ادبي بهير خپله پنځمه کاليزه ونمانځله

 سمیرهسک – انعکاس وېبپاڼه

په  ننګرهار پوهنتون کې پرادبي هڅو بوخت ژوند ادبي بهیر پینځه کلن شو او خپله کلیزه یې د یوې غونډې له جوړولو سره ونمانځله.

په دغه غونډه کې د ننګرهار پوهنتون ګڼو محصلینو او د سیمې یو شمېر فرهنګیانو برخه اخیستې وه.

په دغه غونډه کې د ژوند ادبي بهیر مشر نقیب احمد عزیزي وویل: (ژوند ادبي بهير د محصلانو په ابتکار د ادب او فرهنګ د چوپړ او د ادبياتو د لابراتوار ي زده کړې په موخه له ننه پنځه کاله وړاندې په ننګرهارپوهنتون کې منځ ته راغی، چې تر دې دمه يې ۱۰۳ اونيزې ناستې کړې. ژوند ادبي بهير چې د محصلانو له غړيتوبه جوړ شوی دی، هر کال يې د دوی له فراغته سره سم ځينې غړي د بهير له غېږې ليرې کېږي او د دوام لپاره يې هغه کسان چې پکې ښه فعال دي، د مسؤليت د ادا لپاره ټاکل کېږي. ژوند ادبي بهير په تېر يو کال کې خپلې غونډې له ۸۸ يمې ناستې څخه ۱۰۳ يمې ادبي غونډې ته ورسولې او دا لړۍ به روانه وي.)

 په دغه غونډه کې د ژوند بهیر یو شمېرغړو د دغه بهیر د مختلفو فعالیتونو په اړه خپلې مقالې واورولې او ویې ویل،چې د ادبیاتو د زده کړې ترڅنګ چې په پوهنتون کې یې له استادانو څخه کوي،په عملي برخه کې دوی په بهیرکې ډېرڅه زده کړي او خپلې تجربې یې له یو بل سره شریکې کړي دي.

د جلال کوټ ادبي خوځښت په استازيتوب نوراغانوراني ژوند ادبي بهير ته د پنځمې کاليزې مبارکې ورکړه او له دغه بهير سره یې  پر خپل ملاتړ ټينګار وکړ .

په یاده شوې غونډه کې د ننګرهار د عالي دارالمعلمین استاد عبدالصبور وطنوال او یو شمېر نورو ویناوالو هم پخپلو خبرو کې د ژوند ادبي بهیر فعالیتونه وستایل او د کلیزې مبارکي یې ورته وویله.

په ننګرهارکې د ژوند ادبي بهیر ترڅنګ یو شمېر نورې ټولنې هم شته،چې اونیزې او لویې ادبي غونډې کوي.