ژوند د ګلونو د را ټوکېدو خاوره

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ژوند هغه خاوره ده چې ګلونه پکې را ټوکېږي. د ښه ژوند لپاره بیا مینه تر ټولو اړینه ده ځکه همدا مینه ده چې په وسیله یې ژوند په اسانۍ سره پر مخ تللی شي.

مینه په خپل ذات کې ډېره ارزښتناکه ده، مقصد او موخه نه لري، خو اغېزه یې دومره زیاته ده چې پر سړي باندې یوه ځانګړې خوښي راولي. دغه څه د مینې مقصد او موخه نه دي؛ ځکه مینه سوداګري نه ده چې ګټه او تاوان دې پکې وي. دا مه هېروئ که چېرې په ژوند کې موخه ولرو او له مهالوېش سره سم ژوند وکړو، لرې به نه وي چې په ډېرې اسانۍ له هغو ستونزو ځان وباسو چې ورسره مخ کېږو.

دا هم مه هېروئ چې زموږ ژوند په اوس پورې تړلی، اوس ژوند وکړئ او ژوند یو غنیمت وګڼئ. څه چې په ژوند کې ډېر اړین او مهم دي، هغه زموږ او ستاسو لیدلوری دی. څه ډول چې فکر کوئ، ژوند به مو په هماغه ډول مخې ته ځي؛ نو ښه دا ده چې تل مثبت فکر وکړو او ژوند ته په ښه سترګه وګورو.

ژوند یعنې په لوړو ختل او بېرته شا ته نه را ګرځېدل دي. هغه کسان چې پر دې پېچومو او لوړو مخ پورته ځي، نو ژوند به یې خوځنده او له خونده ډک وي.