ژوند / مصطفی سالک

ژوند ستر راز او لويه معما ده. له ادمه تر دې دمه يې چا حل ونه موند. د خيام خبره هر چا يوه افسانه وويله او ويده شو.
خو د ژوند د پېغلې ښكلا د همدغو حجابونو سيوری دی.
كه دتحقيق لمر دغه سيوري وهم ثابت كړي، ښكلا به قتل شي. او په قصاص كې به يې انسان خودكشي وكړي.