ژوند (نظم) کرن خان

 

ژوند يو درې رکعته لمونځ دى ژوند يو درې رکعته لمونځ دى.

درې رکعاته شپږ سجدې دي ګوره دوه پکې قاعدې دي درې رکوع، درې ځل قيام تېر کړه ژوند په احترام ژوندون دى ځان پېژندنه تښته مۀ له دې لمانځه نه لمونځ ته ځان تيارول دي او قبلې ته مخ کول دي ژوندون ځان هم پېژندل دي لمونځ ثنا صفت کول دي ژوند يو درې رکعاته لمونځ دى ژوند يو درې رکعاته لمونځ دى درې رکعاته يې نمونه ده ژوند خو پټه خزانه ده وتر، نفل او سنت ورسره انسانيت درې رکعاته درې دورونه ژوند او مرګ او حسابونه نن، سبا او تېر پرون درې رکعاته دى ژوندون ښکته کېږه، پورته کېږه د الله سره غږېږه د خپل ځان نه مه ويرېږه ورځې درې دي سم چلېږه که صحيح صحيح دې ووې مطمين به دې زړګى وي که دې هسې ترې ځان خلاص کړو نو ناراضه به خداى وي که الله رضا کوې نو خپل نفس به قېدوې ځکه، ژوند دى درې رکعاته ترې خبر يم وايم تاته لوى الله ته به سجده کړې له هيڅ چا به تمه نه کړې چې الله درنه خفه وي ته به داسې ژوندون څه کړي؟ ورځ رکعات دى، رکعات ژوند دى په اول رکعات کې خوند دى ستا دوېم رکعات ځواني ده او دا لمونځ دې پوره ژوند دى خلک وايي ژوند کې خوند دى په خوند څه؟ درې ورځې ژوند دى ژوند رکوع ده، ژوند قيام په سجده کې دى ارام په قاعده کې يې ځان ته ياد که سم په زړه کې يې ځان ته ياد که لمونځ چې وشي ژوند تمام وي اخري عمل کلام وي ورځ شروع شي له سحره ختمېده يې په ماښام وي دغه لمونځ به دې پاڅئ نېک عمل به دې خلاصئ خلک لاړل يې يواځې خپل عمل ته به موتاز يې اوس خبر شوې چې ژوند څه دى؟ د دې خوشې کور خوند څه دى ژوندون وو هم درې رکعاته دا ټپه وکړمه چاته؟ ځان ته يې وکړمه که تاته خېر دى وه به يې کړم دنيا ته چې د دنيا درې ورځې ژوندون دى پرون راغلي، نن دلې، سبا به ځونه،،،