ژوند هم همداسې درواخله!-عمران لمر

د روژې مبارکه میاشت ده ، ګرمي خپل اوج ته رسیدلې ده.

لمر د ورځې دومره اورونه وشیندي چې د شپې یخې څپې یې شدت کمولی هم نه شي .

تنده ، لوږه ، ګرمي ، زړه تنګون او یواځیتوب دومره ډېر دی چې هیڅ چاره ترې نه کیږي.

اسمان هم لكه چې دې ورځو کې خوشاله دی او که یې په سترګو کې نورې اوښکې نشته ، چې د باران په شکل یې راوروي .

کله کله خو زمونږ د ځورولو لپاره یو څو ورېځې تاوې راتاوې شي خو ډېر زر مخه ښه واخلي ، ستنې شي .

ټول خلک یو ډول وارخطاېئ په مخه کړي دي ، فریاد کوي ، زړه خوري او . . .

خو یوه ډله بیا چوپ ده ، هیڅ نه وایي ، شاید هغوی د دې تورو شپو شاته روڼ سهار ویني ، د دې سختیو او ستونزو شاته خوښي او ارام ویني ،

د روژو د دې ګرمو او اوږدو ورځو شاته د اختر په څېر د خوښیو ډکې ورځې ګوري ، صبر کوي او پوهېږي چې دا وخت تېرېدونکې دی.

ژوند هم همداسې درواخله ، همداسې له ستونزو او تکلیفونو ډک .

د ژوند له ستونزو او مشکلاتو یواځې هغه خلک سر ټکوي چې د خپل ژوند لپاره یې هدف او تګلاره نه وي ټاكلي او په ځان باور ونلري .

هغوی چې لوړ اهدف او لوړې ارادې ولري ، هیڅکله د ستونزو نه شکایت نه کوي او نه تسلیمیږي ، بلکې مبارزه کوي او خپل راتلونکی روښانه ویني .

هو همداسې ده !

د ژوند لپاره باید یو هدف او لوری وټاکل شي ، که نه د ژوند دښته له ډېرو کږلېچونو ډکه ده ، انسان پکې ورکیږي .