یکشنبه , 28 اپریل 2024

ژوند ډېر مه درته سختوئ

نن سبا ستونزې او خپګانونه ډېر زیات دي. که د ډېر وخت لپاره ټلويزیون، خبرونه او ټولنیزې شبکې وګوری، له ژونده زړه توري کېږی. د توکو بیې، اقتصادي مسایل، کړکېچن حالات او دې ته ورته نور…

ځینې کسان ټوله ورځ په خپل هېواد کې د روانو بدو حالاتو په اړه فکر کوي. له ځان سره وایي، له دې بدو شرایطو سره به مقابله وکړای شم؟

تر څه وخت پورې به پر دنده پاتې شم، ایا د تقاعد په پیسو به مې ګزاره وشي؟

کله چې په دې ډول وېروونکو فکرونو کې ډوبېږی، هرومرو به له وېرې او ژور خپګان سره مخ کېږی. زما د ورځپاڼو لوستل خوښېږي، خو هڅه کوم چې پر منفي خبرونو ډېر تمرکز ونه کړم او هسې سرسري یې وګورم. یو ځای مې لوستي وو چې سهار مو په ښو خبرونو پیل کړئ او تمرکز پرې وکړئ. که پوه شوی چې په ورځپاڼه کې په زړه پورې خبرونه نشته، هڅه وکړئ چې په یو ډول ځان ترې تېر کړئ، ځکه که منفي خبرونه پکې وي، روح مو مسموموي. د دې پر ځای چې په ذهن کې مو بیا بیا منفي خبرونه تکرار شي، ښه ده چې پر هغه څه تمرکز وکړئ چې موخې ته په رسېدو کې درسره مرسته کوي.

لیکنه: حمیدالله حمیدي