ژوند یعنې څه؟

لیکنه : سعیده طاهري

ژوند هغه کتاب دی، چې بېلابېل څپرکي لري، د هرې پاڼې په لوستلو سره یې د ژوند په نویو حقیقتونو پوهېږو او د هر څپرکي په لوستلو سره به موږ نوي او عجیبه شیان زده کړو.

ژوند یعنې نڅا، هر څوک چې ډېر توان او طاقت ولري، هغومره ډېر نڅېدلی شي؛ خو د ځينو کسانو لپاره چې کله د نڅا نغمه عوض شي؛ نو په غوسه کېږي؛ خو موږ باید پوه شو، چې ژوند تل د انسان په خپله خوښه نه دی.

ژوند یعنې هیله، کله چې یې موږ وغواړوخپلو هیلو ته ورسېږو؛ نو باید دګړندیو ګامونو په اخیستو سره په مخ کې هیڅ خنډ ونه وینو.

ژوند یعنې ازموینه، چې په دې ازموینه کې کامیابي او ناکامي د انسان په هڅه پورې اړه لري.

ژوند لکه د سیند روانې اوبه، درېدل نه لري او داسې د حرکت په حال کې وي، چې خپله شا هم نه ګوري.

ژوند یعنې فلم، چې بېلابېلې صحنې لري، چې پایه کتو سره یې پایله مالومېدا شي.

ژوند یعنې خوب، هغه چې په ويښېدو سره یې افسوس کوو.

ژوند د خدای (ج) ستر نعمت دی، په ارزښت یې هغه څوک پوهېږي،  چې بې پروا مینه پکې کوي او له نورو څخه کومه تمه نه لري.

د چاپ منبع: سپین غر مهالنۍ، لومړی کال ، لومړی ګڼه،سه شنبه، ۱۳۹۶د لړم ۲۳مه