ښايي په باهاما ایالت کې د ډوریان توپان له امله سلګونه کسان لادرکه شوي وي

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې دغه توپان له یاد ایالت وتلی دی او کاناډا ته یې مخه کړې ده.

تر اوسه ددغه توپان له امله د ۴۳ کسانو جسدونه را ایستل شوي دي، خو امریکایي رسنۍ وايي چې ښايي په باهاما کې ددې توپان د سختو بادونو او سیلابونو له امله سلګونه او ان زرګونه کسان لادرکه وي.

دا چې لا هم په سیمه کې ورانۍ دي او سیلابونه راوتلي د ژغورنې او یا هم د مرستې رسونې عملیات له خورا ستونزو سره مخ دي له همدې امله ښایي د تلفاتو شمېره خورا لوړه شي.

امریکايي چارواکو ویلي دوی هڅه کوي ددغه غمېزې د ختمولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

ډوریان نومی توپان له څو ورځو راهیسې د امریکا په څو ایالتونو کې لګېدلی دی چې له امله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.