ښایي امریکا کې۸۲ زره تنه د کرونا ویروس له امله مړه شي

سپینه ماڼۍ وړاندوینه کوي، چې د کرونا ویروس له امله به د مړو شمېر د روان کال اګست میاشتې تر لومړیو پورې د امریکا په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۸۲ زرو ته ورسیږي.
سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی که چېرې د امریکا اوسېدونکي ټولنیز او روغتیايي واټن په جدي توګه عملي نکړي، نو ښایي د روان ۲۰۲۰ میلادي کال اګست میاشتې تر لومړیو په کوویډ۱۹ یا کرونا ویروس د اخته کسانو د مړو شمېر ۸۲ زره ته ورسیږي.

تر دې وړاندې ولسمشر ټرمپ اټکل کړی و، چې له ۱۰۰ زرو څخه تر ۲۴۰ زرو پورې کسان به د امریکا په متحده ایالاتو کې د یاد ویروس د اخته کېدو له امله مړه شي.
خو روغتیایي او د ساري ناروغیو کارپوهانو ویلي دي، چې دغه ډول وړاندوینې هیڅکله هم کره نه وي او باید تر ټولو بد وضعیت ته چمتو والی ونیول شي.
کروناویروس چې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر میاشتې په وروستیو کې د چین د هوبي ولایت ووهان ښار څخه پیل شو تر دې دمه د نړۍ ۱۸۴ هیوادونو او سیمو ته رسیدلی دی.

ښاغلي ټرمپ د اپریل میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې دوه راتلونکې اونۍ به په متحده ایالاتو کې تر ټولو سختې اونۍ وي او د هغه په وینا په دغو دوو اونیو کې به په کروناویروس اخته زیات شمیر ناروغان مړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته ناروغانو شمېر شاوخوا یو نیم میلیون ته رسیږي؛ چې په دغې ساري ناروغۍ د اخته کسانو تر ټولو زیاتې شمېرې په امریکا، هسپانیا، ایټالیا، جرمني، فرانسه، چین او ایران هېوادونو کې ثبت شوي دي.