ښایي ایران د اوکراین الوتکه په مزایل ویشتلې وي

امریکایي رسنۍ د چارواکو له خولې داسې راپورونه خپاره کړي دي چې ګنې په تهران کې د اوکرایني غورځیدلې الوتکه په میزایل ویشتل شوې ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په دې اړه د امریکایي رسنیو د خپاره شویو راپورونو په غبرګون کې وویلي، د الوتکې د غورځېدو په اړه شک من دی.

ایران بیا ویلي، د الوتکې تور بکس یې موندلی او د بوینګ له امریکايي شرکت سره یې نه شریکوي؛ خو اوکراین یوه تحقیقاتي ډله ایران ته استولې ده.

د تېري چهار شنبې په ورځ ایران کې اوکرایني الوتکه رانسکور شوه چې ۱۷۶ مسافر وړونکي پکې سپاره وو؛ په دغه مسافرو کې لس تنه افغانان شامل وو.