ښایي دا څو کرښې مو ژوند دربدل کړي!

پلار خپل زوی ته وویل دا ګړۍ له پلرونو په میراث راپاتې او زما له مړینې وروسته به یې تاته درسپارم خو مخکې له هرڅه باید دوه درې کوچني کارونه وکړې.

پلار زوی ته وویل: دا ګړۍ واخله او دا مخامخ د ګړیو(ساعتونو) پلورنځی ده هلته یې وروښیه چې په څو یې اخلي؟

ځوی یې ګړۍ پلورونکي ته ګړۍ وروړه او هغه پرې سل افغانۍ نرخ کېښود.

پلار بیا زوی ته وویل: کوم بل دوکاندار ته یې هم وښیه او بیایۍ نرخ راته ووایه! زوی یې همداسې وکړل او پلار ته راغی: پلاره دا ګړۍ څوک تر سل افغانیو په لوړه بیه نه اخلي.

پلار زوی ته وویل: اوس ولاړ شه او د ښار په موزیم کې یې هم یوځل بیه کړه!

زوی همداسې وکړل او ساه نیولی بیرته پلار ته راغی: پلاره موزیم رانه همدا ګړۍ په یو لک افغانۍ وغوښتله.

پلار زوی ته: زویه! هر شی په هرځای کې ارزښت نلري،هیڅکله هم خپل ارزښت په بې ارزښته او پریوتو بازارونو کې ونه لټوې!

ډاکټرنوید ”خپلواک“