ښایي نن د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د یو شمېر بندیانو تبادله تر سره شي

ځیني حکومتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې ممکن نن د وسله والو طالبانو له راغلي پلاوې سره د خبرو اترو له مخې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د یو شمېر بندیانو تبادله وشي .

دغو سرچینو چې د خپل نوم په پټ ساتلو ټینګار کوي رسنیو ته ویلي، نن به ۱۰۰ تنه طالب بندیان او ۲۰ تنه د افغان ځواکونو بندیان د دواړو لورو تر منځ تبادله شي.

سرچېنې دا هم ویلي چې کابل ته د وسله والو طالبانو په راغلي پلاوي کې مولوي عبدالفتاح ، مولوي محمد اختر او مولوي ابراهیم شامل دي .

په ورته وخت کې د ملي امینت شورا هم ویلي چې کابل ته د وسله والو طالبانو له راغلي پلاوي سره په خبرو کې پرمختګ شوی دی .

د ملي امینت شورا ویاند جاوید فیصل رسنیو ته ویلي، چې د سره صلیب استازو په موجودیت کې، کابل ته د وسله والو طالبانو راغلي پلاوي سره په خبرو کې پرمختګ شوی خو دا چې نن به د بندیانو تبادله وشي که نه په دې اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبان د بین الافغاني خبرو تر پېلېدو دمخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو پر خوشې کیدو ټینګار کوي خو افغان حکومت وایي چې د طالبانو بندیان به دیوه میکا نیزم له مخې په څو پړاونو کې خوشي شي چې څه به یې د بین الافغاني خبرو تر پېلیدو دمخه او نور به یې د خبرو پرمهال خوشي کیږي .