ښایي یوه اونۍ کې د افغان حکومت او وسله طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي

 د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي د سولې خبرې په ډیرې چټکې د پرمختګ په لوري روانې دي او ښایي په یوه اونۍ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد رسنیو ته ویلي چې د سولې خبرې د پرمختګ پر لور روانې دي او ډېر ژر به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي، خو افغان حکومت په دې تړاو له احتیاطه کار اخلي څو شرایطو ته په کتو سمه پرېکړه وکړي. د خالد په وېنا چې حکومت ته د سولې هغه تړون د منلو نه دی، چې د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې زیانمنې کړي . هغه زیاتوي د تېر په پرتله د وسله والو طالبانو په دریځ کې جوت بدلون ښکاري، چې اوس د نظام د بدلون او پوځ د لمنځه وړلو خبرې نه کوي. امریکایي چارواکو او رسنیو هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې منلې، چې د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه نهایي کیدو ته بیخي نږدې شوې، چې تر لاسلیک وروسته به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرو ته لار پرانیستل شي. قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر ته نږدې سرچینو هم منلې، چې طالبانو او امریکا د فبرورۍ میاشتې په اخر کې د تاوتریخوالي د راکمولو او د سولې هوکړې د لاس لیک په اړه موافقه کړې، چې د تاوتریخوالي کمول به د روانې فبرورۍ میاشتې له ۲۲مې نېټې پيل او د همدې میاشتې په ۲۸مه به پای ته ورسېږي. د یادو سرچینو په وینا چې که د تاوتریخوالي د کمولو ۷ ورځنۍ موده په بریالیتوب سره پای ومومي امریکا او طالبان به د همدې میاشتې په ۲۹ مه نیټه د سولې هوکړه لاس لیک کړي چې ورسره به سم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته لاره پرانیستل شي.