ښایې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته طالبان افغان حکومت نسکور کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپېنه ماڼۍ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بیا به وسله وال طالبان واک ته ورسیږي؟ خبریالانو ته ویلي باید داسې ونه شي؛ خو امکان شته چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته طالبان یو ځل بیا په دغه هېواد کې واک ته ورسیږي .

ډونالډ ټرمپ وایي، له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکو له وتلو وروسته ښایي وسله وال طالبان پر افغان حکومت غلبه وکړي هغه زیاتوي چې هیوادونه باید ځان ته پام وکړي او امریکا ښایې د یوې مودې لپاره د نورو سره مرسته وکړای شي .

هغه ویلي له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو له وتلو وروسته په دې نه پوهیږي چې افغان ځواکونه به د ځان دفاع وکړای شي او که نه؟

د هغه په وینا چې امریکا له تیرو شلو کالونو په افغانستان کې وه او نشې کولی نور شل کلونه هم پدغه هیودا کې تېر کړي، نو پکار ده چې افغانان پخپله خپل ځانونه وساتي .

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې ولسمشر غني د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي او د سولې دراتلونکو ګامونو په اړه یې سره خبرې کړي دي .

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې لاس لیک شوې هوکړې، یو شرط د بین الافغاني خبرو پيلېدل دي ، خو د دې ترڅنګ داسې اندېښنې شته، چې که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځې طالبان به افغان حکومت سقوط او ځان به واک ته ورسوي .