ښه او بده ښځه!

د غوره او ښې ښځې نښې:

د بدې او بېکاره ښځې نښې:

د غوره او ښې ښځې نښې:

د خپل رب رضا غواړي او هغه چارې تر سره کوي چې الله پرې رضا کېږي.

خاوند نازوي

له کوره نه وزي

پنځه وخته لمونځ په خپل وخت او سم کوي

خپل رازونه نه پاشي

پایزار یې څوک نه شي لیدی

آواز یې څوک نه شي اورېدی

څېره یې څوک نه شي لیدی

په خپل قوم کې درنه او عزتمنه وي

ځان کم ورته ښکاري، یعني په ځان غره نه وي.

په خپلو ماشومانو مهربانه وي، د خوراک، څښاک، خوب، جامو، صفایۍ، درس او تربېې خیال یې ساتي.

کور یې لکه ښکلی باغ داسې پاک او ستره وي.

که یې خاوند ښه ور سره وکړي شکر یې ادا کوي.

او كه بد ور سره وکړي صبر کوي.

كله یې چې خاوند کورته راشي ورته موسکۍ او خوشحاله شي.

او کله چې له کوره ووزي پرې خفه، او د بیا لیدو په تمه یې وي.

كه ورته په غوسه شي له زغمه او حلم نه کار اخلي.

کله چې په کور نه وي د کور، اولاد، حیثیت او غیرت خیال یې ساتي.

كه یې کوم عیب وویني پټوي یې او پرده پرې اچوي.

که د کومې غلطۍ او تېروتنې له کبله بښنه ترې وغواړي مني یې.

د کورنۍ، دوستانو او ملګرو درناوی او احترام یې کوي.

له دښمنانو او بد خواهانو څخه یې ځان لېرې ساتي.

د بدې او بېکاره ښځې نښې:

تل ځان ناروغ او مریض ښيي.

چېغې او نارې وهي.

بې سببه ژاړي بې سببه هسې خوشې خوشې خاندي.

کله چې بهر ته ځي ځان جوړ کړي، جذابې جامې یا جذاب حجاب اغوندي.

او کله چې په کور وي شیته پيته او خیرنه وي.

خبرې یې ګواښونه او اخطارونه وي.

په تېز او لوړ آواز خبرې کوي.

نېکۍ او ښېګڼې پټوي، یعني سترګې پرې پټوي.

بدۍ او عیبونه را سپړي.

په سختیو او ستونزو کې صبر نه کوي.

کله یې چې خاوند له ستونزو سره مخ شي دمرستې او همکارۍ پر ځای، دا هم د ستونزو تر څنګ سنګر ورته نیسي.

کله یې چې خاوند کورته راشي دا بهر ته لکۍ په سر واوړي.

او کله یې چې خاوند بهر ته شي دا کورته را من‌‌‌‌‌‌ډه کړي.

کله یې چې خاوند ځان ته لنډوي دا ځان ترې لېرې کوي.

د خاوند نافرماني او ناشكري كوي.

كله چې په غوسه شي پوچ او سپک وایي.

ماشومان یې وږي، تږي او خیرن وي.

لمونځ ترې قضاء او یا یې ناوخته کوي.

الله ورته په قهر، خاوند یې پېښمان او شیطان ورته خندان وي.

شکایتونه او بدروزۍ کوي حال دا چې خپله به ظالمه وي.

په کور کې غائبه وي، یعني کور یې داسې ګډو‌‌‌‌‌‌ډ او خیرن وي ته به وایې ښځه نشته پکې.

د نورو بدګویي کوي په داسې حال کې چې خپله به له عیبونو ‌‌‌‌‌‌ډکه وي.

ژبه یې اوږده، جامې یې لنډې او کور یې کنډواله وي.

خبرې یې درواغ، اوښکې یې مکر او چل وي.

ښېراوې او بد دعایي کوي.

د خاوند له کورنۍ څخه شکایتونه کوي، او ترې مرورېږي.

الله جلا جلاله دې ښې را نصیب کړي، که بدې وي الله یې دې اصلاح، او له بدو مو دې الله تعالی وساتي.

ژباړه

خبرې ملغلرې